د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي چې ملک د تېر حکومت له خوا د زیاتو پورونو اخیستو له کبله اوس له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.
شهباز شریف دا څرګندونې د مې پر اوومه د خیبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په مرکز بشام کې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.
شهباز شریف ویلي چې د تير حکومت د ناکاره تګلارو له کبله په ملک کې ګراني او بي روزګاري زياته شوې ده خو د تحریک انصاف د لرې کړل شوي حکومت چارواکو دریځ درولود چې خراب اقتصاد ورته له پخوانیو حکومتونو پاتې وو.
شهباز شریف د بشام جلسې ته وویل، "په لنډو ورځو کې ما د روژې په مياشت کې په څوو صوبو کي د رمضان پيکج په لړ کې بوره او اوړه ارزان کړي ما په دې لړ کې د خيبر پښتونخوا حکومت ته هم وينا کړې وه.
د ده په وینا، دا به اوس د خیبر پښتونخوا ولس ته معلومه وي چې پر هغه څومره عمل شوی دی.
دا هم وګورئ: حکومت د 'بهرني سازش' له لارې د عمران خان د ګوښه کولو تور پلټنو لپاره کمېشن اعلان کړد خیبر پښتونخوا حکومتونو په تېرو وختونو کې په وار وار شکایت کړی چې له پنجاب څخه پرې غنم بند شوي دي خو شهباز شریف زیاته کړه چې د پنجاب حکومت به کله هم پر خيبر پښتونخوا غنم نه بنده وي.
ده وویل، " زه يو اعلان کوم چې د پنجاب صوبه به پر خپلو پيسو دلته اوړه ارزانه کوي، د پنجاب وزيراعلا به يې اعلان کوي، زه وايم چې د خيبرپښتونخوا وزيراعلا هم دغه رنګه اوړه ارزان ورکړي"
وزيراعظم شهباز شريف د شانګلې او شاوخوا سیمو لپاره د یو شمېر پروژو اعلان هم وکړ.
نوموړي د بجلۍ لوډشيډنګ ختمولو لپاره د منصوبي، په شانګله کې د ميډيکل کالج او له سي پيک سره له بشام څخه تر سوات پورې د ايکسپري وې اعلان وکړ.
شهباز شریف د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر لسمه له هغه وروسته وزیراعظم منتخب شوی وو چې د اپوزېشن ګوندونو د عدم اعتماد له لارې د هغه وخت وزیراعظم عمران خان له دندې لرې کړی وو.
شهباز شریف اعلان کړی وو چې د ټولو صوبو او سیاسي ګوندونو ترمنځ به د یووالي ساتلو لپاره کار کوي، هغه ځکه چې د ده په وینا هم دا د پاکستان د پرمختګ لاره ده.
په دې لړ کې شهباز شریف د ملک د بېلا بېلو سیمو سفرونه کوي، هلته له سیاسي مشرانو سره ناستې او جلسې کوي.
بل پلو د تحریک انصاف مشر عمران خان هم له وزیراعظمۍ تر لرې کېدو وروسته په ملک کې احتجاجي جلسې پیل کړې دي او خپل هغه تور بیا بیا تکراروي چې ګواکې د ده حکومت د یو بهرني سازش له لارې ختم کړل شوی وو.
دا هم وګورئ: تحریک انصاف ګوند د حکومت ضد احتجاجي جلسو نېټې اعلان کړيعمران خان دا تور پر امریکا پورې کوي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په څرګنده توګه دا تور بې بنیاده بللی او په پاکستان کې راغلی حکومتي بدلون یې د دې هیواد کورنۍ مسله بللې ده.
عمران خان د شهباز شریف په مشرۍ اوسنی حکومت له بهره راوړل شوی بولي او غوښتنه کوي چې په ملک کې د زر تر زره عام انتخابات وشي.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د حکومت پرضد او په ملک کې د عام انتخاباتو په حق کې د احتجاجي جلسو لپاره نېټې اعلان کړې دي.
تحریک انصاف د مې پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د مې له شپږمې څخه تر ۲۰مې پورې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې جلسې کوي.
عمران خان په دې لړ کې د مې پر شپږمه په خپله پلارنۍ ضلع میاوالي کې جلسې ته په وینا کې وویل، د مې له ۲۰مه وروسته به اسلام اباد ته لاریون او هلته پرلت اعلان کړي.
نوموړي زیاته کړه چې تر هغه وخته به هلته ناسته کوي چې حکومت ورته د عامو انتخاباتو نېټه نه وي اعلان کړې.
د پاکستان له اساسي قانون سره سم، تېر عام انتخابات په ۲۰۱۸م کې شوي وو او راتلونکي هغه به یې په ۲۰۲۳م کال کې ترسره کېږي.