شمالي وزیرستان: هغه ماشومان پولیو وهلي چې ګوتې یې رنګ شوې خو واکسین شوي‌ نه وو

د شمالي وزيرستان د روغتیا ادارې مرستیال ډاکټر شمس الرحمان وايي، پوليو وهلي دواړه ماشومان هغه دي چې واکسين شوي نه ول خو واکسينېټرانو يې ګوتې وررنګ کړې وې.

د خیبر پښتونخوا لوړپوړي روغتیايي چارواکي وايي، پلټنو ښوولې چې په شمالي وزیرستان کې د پولیو واکسیني کارکوونکو له څاڅکو ورکولو پرته د یوشمېر ماشومانو ګوتې رنګ کړې دي. دوی د ناواکسینه ماشومانو کره شمېر نه شي ښوولای خو وايي، دا کار د هغې قبایلي ضلعې په ځینو کلیو کې شوی دی.

هغو چارواکو دا څرګندونې د مې پر اتمه پر داسې مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې چې په اپرېل کې د شمالي وزیرستان په میرلي کې د پولیو ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې.

دا په څه د پاسه یو کال کې په پاکستان کې د پولیو لومړۍ نوې پېښې وې چې د خیبر پښتونخوا چارواکي یې په شمالي وزیرستان او ورسره لګېدلي ښار بنو کې دوه ورځني بیړني واکسینې کیمپېن ته اړ کړل.

د شمالي وزيرستان د روغتیا ادارې مرستیال ډاکټر شمس الرحمان وايي، پوليو وهلي دواړه ماشومان هغه دي چې واکسين شوي نه ول خو واکسينېټرانو يې ګوتې وررنګ کړې وې.

په پاکستان کې چې ماشومان د پولیو واکسیني څاڅکي وخوري نو روغتیايي کارکوونکي یې نوم او پته په رجسټر کې درجوي او ګوته یې رنګوي چې دا د هغوی د واکسینېدو یو ثبوت وي.

دا هم وګورئ: بېل ګېټس: راتلونکو کلونو کې له نړۍ څخه د ګوزڼ د ناروغۍ ختمېدل ممکن دي


د خيبرپښتونخوا په حکومت کې د پوليو د مخنيوې ادارې ډپټي کوارډينېټر زمين جان هم د مې پر اتمه له مشال راډيو سره په خبرو کې ومنله چې د شمالي وزيرستان ترڅنګ د صوبې له يو شمېر نورو سيمو هم په وروستيو کې ورته د پوليو کیمپېنونو په اړه ناسم معلومات وررسېدلي دي.

ده وویل،"زموږ پلټنو ښوولې چې د پوليو ډلو به ماشومانو ته ګوتې رنګولې خو واکسينول به يې نه. په شمالي وزيرستان کې دا ستونزه شته، او له همدې وجې دا سيمه له پوليو وايرسه پاکه نه شوه."

ده زیاته کړه چې د تېر کال په اکتوبر او نومبر مياشتو کې هم ورته معلومه شوې وه چې پوليو وايرس د شمالي وزيرستان او شاوخوا سيمو په هوا کې شامل شوی.

ده وویل، "د دې معنا دا ده چې دا وايرس د سيمې لږ تر لږه ۲۰۰ ماشومانو ته رسېدلی دی. دا اوس د يو ماشوم په قوت مدافعت منحصره ده چې هغه د دې ناروغۍ ښکار کېږي او که نه. په دروغه د ماشومانو د ګوتو رنګولو ستونزه ما په باجوړ کې هم ليدلې. نو اصلي مسله همدا ده چې د ناسمو معلوماتو (ډیټا) پر اساس کوټلې پالېسي نه شې جوړېدای."

د شمالي وزیرستان روغتیايي چارواکی شمس الرحمان البته ډاډه دی چې د اپرېل پر ۲۸مه او ۲۹مه په شوي بیړني کیمپېن کې تر پينځو کلونو عمر لرونکي ماشومان په سمه توګه واکسين شوي دي.

ده وویل، په وروستي کیمپېن کې دوی يو داسې رپورټ هم نه لري چې ګواکې يو ماشوم ته واکسين نه وي ورکړل شوي خو ګوته يې رنګ شوې وي.

نوموړي زیاته کړه چې په مخکینيو کیمپېنونو کې دا ستونزه وه او دوی ته رپورټ شوې هم وه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان کې د ګوزن مخنيوي لپاره څه هلې ځلې روانې دي؟

شمس الرحمان وویل، "د هر کیمپېن پر مهال زموږ څارونکي کور په کور ګرځي او دا خبره يقيني کوي چې هېڅ يو ماشوم له واکسينو پاتې نشي. هغه ماشومان چې له واکسينو پاتې کېږي، ذمه وار يې تر ډېره بريده مور او پلار او زموږ رضاکار [روغتیايي کارکوونکي] دي."

د ده په وینا، ډپټي کمېشنر د هغوی پرضد د کارروايۍ حکم کړی دی او هيله ده ژر سزا شي.

هغه وویل، "پر دې سربېره، په شمالي وزيرستان کې د پوليو د نويو پېښو تر تصديق وروسته د صحت صوبايي محکمې پلټنې هم پيل کړې دي. میرلي د پوليو وايرس د شتون له پلوه حساسه سيمه ده. دا دوه نوې پېښې هم په دې تحصيل کې وشوې. زموږ څېړنې ښيي چې له واکسينو انکاري ميندې او پلرونه واکسيناټران دې ته جوړ کړي چې د ماشومانو ګوتې ورته د درواغو رنګ کړي. دا انکاري کسان موږ ته رپورټ نشي. حال دا چې واکسيناټرانو ته مو په زغرده ويلي چې له دې کاره به ځان ساتي او موږ ته به واقعات په ريښتينې توګه رپورټ کوي."

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم شته دی.

په ۲۰۲۰ز کال کې په خيبرپښتونخوا کې د پوليو ۲۲ پېښې ثبت شوې وې. خو په ۲۰۲۱ز کال کې پکې د پوليو هېڅ پېښه نه وه رېکارډ شوې البته تېر کال د هېواد یوازینۍ مثبته پېښه د بلوچستان په کلا عبدالله کې ثبت شوې وه.

په شمالي وزيرستان کې په پوليو ناروغۍ له اخته دوو ماشومانو څخه يو يې د میرلي د ايسوړي کلي دی.

د همدې کلي يو اوسېدونکی او خبريال رسول داوړ په پوليو کیمپېنونو کې ماشومانو ته بې له واکسینه د ګوتو رنګولو ستونزه مني او زياتوي چې که له يوې خوا د سيمې خلکو د پوليو مسله جدي نه ده اخيستې نو له بلې خوا حکومت هم د دې ناروغۍ په بشپړه توګه د له منځه وړلو لپاره سنجيده تګلاره نه لري.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، " اصل خبره دا ده چې د صحت محکمې د پوليو د خاتمې لپاره ماحول نه دی جوړ کړی. په دغه اړه کوټلی حکومتي پروګرام نه ترسترګو کېږي. همدا وجه ده چې والدين دا ستونزه جدي نه ګڼي."

دا هم وګورئ: پاکستان د پولیو ختمولو کې له دیني عالمانو کومک غواړي

د رسول داوړ په وینا، بله دا چې پوليو کیمپېنونه هم ډېر شوي او ښايي خلک ترې په تنګ راغلي وي.

ده زیاته کړه، "زموږ د کلي دا ماشومه، چې پوليو ورته شوې، اوس معلومه شوه چې واکسين شوې نه وه او يوازې نوک يې ورته رنګ کړی و. هر لور ته د ذمه وارۍ د احساس فقدان دی. که هغه د صحت محکمه ده، که پوليو ټيمونه دي، که انتظاميه او يا هم د ماشومانو مياندې او پلرونه دي."

خو د ضلعې د روغتیايي ادارې مرستیال ډاکټر شمس الرحمان زياتوي چې د شمالي وزيرستان ضلعي افسرانو په یوه وروستۍ غونډه کې پرېکړه کړې چې په سيمه کې د پوليو کیمپېنونو د کاميابۍ لپاره به د ځايي ديني عالمانو، سياستوالانو او قومي مشرانو مرستې ترلاسه کوي چې هغه میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکو ورکولو ته وهڅوي چې اوسمهال ورڅخه انکاري دي.

اخوا د خيبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې ډپټي کوارډينېټر زمين جان وايي، حکومت پلان لري چې د مې پر ۲۳مه او تر هغې وروسته په جون مياشت کې هم په شمالي وزيرستان کې د پوليو واکسیني کیمپېنونه وکړي.

نوموړي زياته کړه، دوی د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (يونیسېف) په مرسته د پوليو په اړه د عامه پوهاوي کیمپېنونه ګړندي کړي او دا چې د واکسيناټرانو د کار څار يې تر پخوا زيات کړی دی.