شمالي وزیرستان: دوکانداران د مالي تاوان د غوښتنې لپاره بیا احتجاج کوي

د میرانشاه دوکاندارانو د مالي تاوان د غوښتنې لپاره په وار وار احتجاجونه کړي دي. د ۲۰۱۹زکال د ډېسېمبر ۲۳مې انځور

د وسله والو پرضد د پوځی عملیاتو پر مهال د شمالي وزیرستان د ړنګ شوي بازار دوکانداران د تاوان نه ترلاسه کېدو پرضد بیا احتجاج پیل کړی دی.

د ميرانشاه بازار اتحاديې جنرل سيکټر محمد رحمان د مې پر اتمه ناوخته مشال رېډيو ته وويل چې د پېښور های کورټ د فیصلې سربېره هم ضلعي انتظاميه او اړونده چارواکي دوی ته د تاوان پیسې نه ورکوي.

هغه پر دوکاندارانو غږ وکړ چې نن (مې نهمه) د احتجاج لپاره ځانونه د پاکستان ټرمېنل مېدان ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړه: "ټول دوکانداران راغونډوو او ترڅو د ميرعلي بازار دوکاندارانو ته د ورکړل شوي تاوان په څېر موږ ته هم چيکونه را نه کړل شي، احتجاج ته به دوام ورکوو."

ده وویل چې د تاوان حساب کتاب حکومت پخپله کړی دی خو اوس دده په ادعا، د تصديق په نوم د پیسو په ورکولو کې له ځنډه کار اخيستل کېږي.

د حکومتي شمېرو له مخې د ضرب عضب په نوم شويو پوځي عملیاتو پر مهال شاوخوا اوه زره دوکانونه ويجاړ شوي ول. د دې ترځنګ د مير علي او دته خېلو بازارونه هم ړنګ کړل شوي ول. حکومت د ميرعلي بازار دوکاندارانو ته وار له مخه تاوانونه ورکړي دي.

د عملیاتو پای ته رسېدو وروسته چې بېکوره شوي خلک کورونو ته ستانه شول نو دوکاندارانو د تاوان د غوښتنې لپاره احتجاج پيل کړ چې تر درې کلونو پورې يې دوام وکړ. وروسته يې له حکومت سره تړون وشو.

د خيبر پښتونخوا د تاوان ورکولو لپاره پنځه اربه روپۍ مختص کړي دي خو دوکاندارانو په وار وار دا شکايت کوي چې ضلعي انتظاميه يې په ورکولو کې له ځنډه کار اخلي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

"د ميرانشاه بازار په خالی ميدان اوښتی دی"

د ميرانشاه بازار کمېټۍ مرستيال مشر امشادالله د مې پر اتمه نېټه مشال رېډیو ته وویل چې ځايي چارواکيو څو ځله تصديق کړی خو بیا هم دوی د تصديق په نوم ستړي کوي.

خو د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان د مې پر اتمه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې څه دپاسه ۱۶ سوه دوکاندارانو ته يې مالي تاوان ورکړی او نورو ته د ټاکل شوي طریقه کار له مخې د معاوضو ورکړه روانه ده.

هغه زیاته کړه، دوی هر اوونۍ د ټاکل شوي طربقه کار مطابق چيکونه تیاروي او دوکاندارانو ته يې ورکوي. دوکاندارانو ته د رسېدلي تاوان په حساب پیسې ورکول کېږي چې پکې ځینو ته ۱۴، ځينو ته اته او ځينو ته پنځه لکه روپۍ ورکول کېږي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴م کال د جون په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي وو او وروسته یې ادعا کړې وه چې یاده سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده . د دې عملیاتو له کبله يې تر يو ملیون زیات کسان بېکوره شوي ول.