د خېبر پښتونخوا پولیس وايي د پيښور په سربند سیمه کې د نامعلولو وسله والو په ډزو کې ۲ سیکان وژل شوي دي.
د سربند تاڼې مرستیال محرر اسماعیل خان د می پر ۱۵مه مشال رېډیو ته وویل چې ډزې په بټه تل څلور لارې کې شوې دي. د هغه په وينا وژل شوي کسان رنجیت سنګ او کول جیت سنګ نومیدل او په خپل دوکان کې ناست ول چې وسله والو پرې ډزې وکړي.
پولیس وايي چې د نامعلومه کسانو خلاف یې مقدمه درج کړې ده او پلټنې یې پيل کړې دي. تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې. په بيړنيو حالاتو کې مرسته کوونکې ادارې، ریسکيو ۱۱۲۲ پر ټويټر ليکلي چې تر خبریدو سمدستي وروسته د پېښې ځای ته ورسیدل او مړي یې د تحقیقاتو کولو لپاره پولیسو سره وليږدول.
ریسکیو 1122خیبرپشاور بٹاتل چوک میں فائرنگ سے رنجیت سنگھ، کول جیت سنگھ نامی دو افراد موقع پر جانبحق ریسکیو1122 کنٹرول روم کو اطلاع موصول ہوتے ہی میڈیکل ٹیم موقعے پر پہنچ گئی اور ڈیڈ باڈی کو پولیس کی نگرانی میں ضروری کارروائی کیلئے ہسپتال منتقل کردیا گیا pic.twitter.com/DOE1xLBmHW
— KP_Rescue1122 (@KPRescue1122) May 15, 2022
پر سوشل ميډيا په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري چې د دغو سیکانو دکانونو مخې ته د هغوی مړي او وينې پرتې دي.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان د مې په ۱۵مه رسنيو ته په بیان کې ويلي چې هغه پر سیکانو دا حمله غندي. نوموړي زیاته کړه چې د دې پېښې پلټنې به کيږي او پولیسو ته یې امر کړی چې په برید کې ککړ کسان ژر تر ژره ونيسي.
دا لومړی ځل نه دی چې په خیبر پښتونخوا او بیا پېښور کې پر سیکانو يا مذهبي لږکيو نورو غړو داسې مرګوني بریدونه کيږي. په پېښور کې د اقلیتونو د حقونو مبارز صاحب سنګ مشال رېډیو ته ویلي چې د هغه د راټولو کړو شمېرو په اساس، په دې ښار کې د ۲۰۰۹م کال راهیسي شاوخوا ۲۱ سیکان وژل شوي دي.