پخوانی ولسمشر حامد کرزی ولې "متحده عربي اماراتو ته له سفر منع" شو؟

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی (انځور له ارشيفه)

د افغانستان پخوانی ولسشمر حامد کرزی د مې پر ۱۵مه متحده عربي اماراتو ته له سفر کولو منع شوی دی.‌

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نېږدې ځينو سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې طالبانو هغه له میدانه ګرځولی دی.‌ کابل هوايي‌ ډګر په تېر حکومت کې د حامد کرزي په نوم نومول شوی وو خو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو په حکومت سره یې نوم بدل او بیا کابل هوايي‌ ميدان ته واړاوه.

له رپورټونو سره سم، کرزی د متحده عربي اماراتو پخواني ولسمشر خلیفه بن زاید آل نهيان په فاتحه کې د ګډون په موخه هلته تګ غوښتل.

په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مې پر ۱۵مه مشال راډيو ته ويلي‌ چې بهر ته د کرزي د سفر مخنيوي په اړه کره معلومات راټولوي. "دا خبره به سمه نه وي چې له هوايي ډګره راګرځول شوی ځکه هلته ما پوښتنه وکړه. په میدان هوايي کې مسوولینو له داسې کومې موضوع خبر نه درلود. په هر صورت په دې اړه تحقیقات روان دي چې هر کله معلومات دقیق شي تاسو سره به یې شریک کړو."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کرزی اوس هم د ټول-شموله حکومت لپاره کار کوي

د پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي دفتر په دې اړه تر اوسه څه نه دې ويلي خو دا لومړی ځل نه دی چې هغه بهر ته له سفره منع کېږي. نوموړي د روان کال د مارچ پر نهمه له العالم ټېلېوېژن سره په یوه مرکه کې بهر ته د سفرونو د بندیز په تړاو راپورونه تایید کړل او و یې ویل چې هیله ده دا ستونزې ژر هوارې شي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه طالبانو د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ. د دوی له خوا په زور د حکومت تر نيولو وروسته اکثر سیاستوال له افغانستانه وتلي دي. په کابل کې یوشمېر پاتې مشهورې څهرې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی اجرايیه رییس ډاکټر عبدالله، پخوانی د مالیې وزیر عمر زاخېلول او د سېنېټ مشر عبدالهادي مسلميار دي.

داسې راپورونه ول چې پر دوی هم له افغانستانه د وتلو بندیز وو خو تېره مياشت فضل هادي مسلمیار دوبۍ او تېره اوونۍ ډاکټر عبدالله هند ته ولاړل.