عبدالله: له خپلې کورنۍ سره تر لیدو وروسته وطن ته ستون شوم

عبدالله عبدالله له ډهلي بېرته کابل ته ستون شو.

په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د جون په ۱۱مه، بېرته افغانستان ته ستون شو.

عبدالله په کابل هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره له افغانستانه وتلی وو او خوښ دی چې بېرته خپله وطن ته راستنېږي.

هغه وویل: "بېرته خپل وطن افغانستان ته راستون شوم. زما هیله همدا ده چې ټول افغانان په ارامۍ، د عدالت تر سېورې لاندې او ښه فضا کې په خپل وطن کې ژوند وکړي. دا د اوسني سرپرست حکومت څخه د ټولو غوښتنه ده او ټول یې غواړي."

عبدالله په خپل فیسبوک پاڼه کې افغانستان ته د بېرته ستنېدو خبر ورکړی او عکسونه یې خپاره کړي، چې په هوایي ډګر کې د مشرانو جرګې د پخواني مشر فضل هادي مسلمیار په ګډون يې يو شمېر کسان هرکلی کوي.

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي مصالحي عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله ۴۳ ورځې وړانډې له کابله دوبۍ او بیا له هغه ځایه هند ته تللی وو. هغه له افغانستانه د باندې د خپل سفر پر مهال له یو شمېر بهرنیو چارواکو سره هم کتلي وو.

د جون په لومړۍ نېټه د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ډېوېډ مارتینو په خپله رسمي ټویټرپاڼه ولیکل، عبدالله سره یې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان پر وضعیت او د افغانانو پر وړاندې د ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

عبدالله عبدالله له هېواده تر وتو وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس ویسټ سره هم کتلي وو.

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې عبدالله عبدالله او پخوانی جمهور رییس حامد کرزي د طالبانو لخوا په کور کې نظر بند وو او عبدالله عبدالله ته په مشروط ډول له کابله د وتو اجازه ورکړل شوې وه. عبدالله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر حامد کرزي منلې وه چې طالبانو یې دوه ځله د سفر مخنیوی کړی دی.

د ملي مصالحې د عالي شورا پخوانی رییس عبدالله عبدالله داسې مهال کابل ته ستنېږي چې د طالبانو افغان سیاسیونو سره د تماس کمېسیون هم ویلي، د دوی په هڅو د مخکیني نظام څو چارواکي افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو نیوکه پر دې ده، چې طالبانو له دې پروسې یوازې د سیاسي ګټو لپاره استفاده کړې او تر اوسه افغانستان ته ستانه شویو چارواکو ته په هېڅ برخه کې کار او مسوولیت نه‌دی سپارل شوی.

له طالبانو مو کابل ته د ښاغلي عبدالله د ستنېدو ‎په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب را نه کړ.