طالبان د داعش قوماندان يونس ازبکستاني په ګډون د ۸ وسله والو وژلو ادعا کوي

طالب وسله وال (انځور له ارشيفه)

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کړې چې په تخار ولايت کې یې د داعش وسله والې ډلې ۸ غړي وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جون په ۱۱مه پر ټويټر ليکلي چې په تالقان ښار کې "د خوارجو پر يو مرکز عمليات شوي او په وژل شويو کې د خوارجو يو قوماندان، يونس ازبکستانی هم شامل دی". طالبان د داعش ډلې غړي خوارج بولي.

داعش او طالبان دواړه سختدریځه اسلامي ډلې دي خو دواړه له يو بل سره سخت عقيدوي فکري اختلاف لري.‌

داعش په افغانستان کې د بېلابېلو بریدونو ذمه واري هم منلې خو طالبان یې فعاله شتون نه مني نو ځکه یې دې ادعا شکونه راپورته کړي.

ځینو افغان رسنيو ويلی دي چې نښته په خپله د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ شوې چې په نتیجه کې یې ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي خبریالان وايي، د دې جګړې له کبله چې څه باندې درې ساعته یې دوام وکړ، د څه وخت لپاره د تخار- بدخشان لویه لار تړلې وه.

له سیمې څخه ځينې ويډيو ګانې او تصویرونه هم پر انټرنيټ خپاره شوي چې پکې د وژل شوي کسانو جسدونه او د ولسي وګړو د خونديتوب لپاره وارخطايي ښکاري.‌

خو د تخار ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر، انصار الله انصاري ازادي راډيو ته ويلي‌ چې وژل شوي‌کسان د داعش وسله والې ډلې غړي‌وو.

د هغه په وينا په دې عملياتو کې د دغې ډلې ۳ غړي‌نيول شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه: "د داعش په نوم ډلې غړو غوښتل چې د خلکو امن ګډوډ کړي خو زموږ استخباراتو کشف او پر ساحه یې عمليات وکړل."

تر اوسه پورې داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دې ويلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جمهوري او منتخب حکومت چپه او خپله واکمني‌پيل کړه.

پر دغه ورځ د افغانستان زندانونه مات او په زرګونو هغه وسله وال ازاد شول چې د جمهوري حکومت په مهال افغان امنيتي ځواکونو نيولي وو. په دوی کې د داعش وسله والې ډلې سلګونه غړي هم وو.

طالبان ادعا لري چې د دوی د حکومت په وړاندې کوم لوی وسله وال مقاومت نشته خو په دې وروستيو کې نه یوازې د داعش ډلې بلکې د مقاومت ملي‌جبهې هم پر طالبانو بریدونه کړي.

تر څنګ یې د طالبانو پر ضد د افغانستان د خپلواکۍ اسلامي او ملي تحریک په نامه ډلو هم د فعاليت خبر ورکړی دی.‌