د فعاله اپوزېشن په نه شتون کې به په اسمبلۍ کې پر بجټ بحث څومره موثره وي؟

د پاکستان قامي اسمبلي (انځور له ارشيفه)

په پاکستان کې د اوسني ایتلافي حکومت پر ضد احتجاج کوونکي ګوند، پاکستان تحریک انصاف زیاترو غړیو له قامي اسمبلۍ استعفاګانې ورکړي او د اسمبلۍ په غونډو کې ګډون نه کوي نو په داسې حال کې به پر وفاقي بجټ پارلېماني بحث څومره ګټه ور وي؟

د قامي اسمبلۍ د پارلېماني چارو په قایمه کمېټۍ کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند غړي چوهدري محمود بشیر ورک په دې هکله د جون پر ۱۲ مه مشال رېډیو ته وویل چې څه ډول موجوده اسمبلۍ د قانون سازۍ عمل جاري ساتلی هم دغه ډول به پر بجټ بحث او د دې منظورۍ هم کېږي.

دا هم وګورئ: د پاکستان نوی حکومت به کومو اقتصادي ننګونو ته مخامخ وي؟

هغه زیاته کړه: "په اییني او قانوني توګه دا موجوده اسمبلي خپل کار په موثره توګه کوي ځکه چې له نیمايي زیات غړي یې په کارروايي کې برخه اخلي. اوس که څوک د اسمبلۍ په غونډه کې ګډون نه کوي نو د هغې مونږ ذمه وار نه یو. د تحریک انصاف یو شمېر غړیو استعفاګانې نه دي کړي او د بجټ په اجلاس کې هم برخه اخلي. نور چې کوم خلک په جلسو کې د حکومت مخالفت کوي، را دې شي او د ولس د ګټې لپاره دې پارلېمان کې د حکومت مخالفت وکړي."

چودري محمود بشیر ورک زیاتوي چې د پاکستان تحریک انصاف کومو غړیو له قامي اسمبلۍ استعفاګانې ورکړي، هغوی تر اوسه د اسمبلۍ د سپیکر په وړاندې د خپلو استعفاګانو تصدیق هم نه دی کړی یعنې دوی لا هم د اسمبلۍ غړي دي.

په قامي اسمبلۍ کې ټولې ۳۴۲ چوکۍ دي چې پکې ۱۵۵ د تحریک انصاف غړي دي. د روان کال د اپریل په لسمه د وزیراعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک د بریالي کېدو وروسته د تحریک انصاف ۱۳۱ غړیو له قامي اسمبلۍ استعفا وکړه او نور یې لا هم په قامي اسمبلۍ کې پاتې دي.

د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی مجاهد علي چې د پارلېماني چارو د قایمه کمېټۍ مشر هم دی وايي د دوی د ګوند غړي مستعفي شوي او دغه کمېټي هم غیرفعاله ده. هغه وايي دوی دا بجټ رد کړی او پر ضد به یې له اسمبلۍ بهر په هر فورم غږ پورته کوي: "زما په خیال د تاریخ ګنده ترین بجټ وړاندې کړل شوی او دا غریب دښمنه بجټ دی. حکومت په تېرو څلویښتو ورځو کې غریب ولس ډیر وځوروه او اوس یې د دې بجټ په نتیجه کې لا نور ځوروي. موجوده حکومت چې د ای اېم ایف د فشار له وجې څومره ګراني راوسته، دا فشار خو زمونږ په حکومت هم وو خو مونږ د ولس له ځورولو ډډه کړې ده."

دا هم وګورئ: تيمور سليم جګړا: وفاقي بجټ کې د قبايلي ضلعو پیسې کمې شوې دي

د مجاهد علي په وینا تحریک انصاف به د ګوند د مشر عمران خان په امر د دې بجټ پر ضد ولسي احتجاج کوي. تحريک انصاف په داسې حال کې د احتجاج خبره کوي چې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ حکومت دريځ لري چې ګراني ورته د عمران خان له تېر حکومت څخه پاتې ده.

ياده دې وي چې په موجوده ايتلافي حکومت کې راغوڼد شويو سیاسي ګوندونه د اپريل له میاشتې څخه مخکې د تحريک انصاف د حکومت پر ضد د ګرانۍ له وجې احتجاجونه کول. د همدې احتجاجونو وروسته اسمبلۍ ته عدم اعتماد تحريک وړاندې او د هغه مهال وزيراعظم عمران خان له دندې ليرې شو.

په پېښور پوهنتون کې د سیاسیاتو د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر زاهد انور وايي پکار ده چې د هېواد ټول سیاسي ګوندونه د بجټ په عمل کې په څه نا څه ډول خپل مثبت کردار تر سره کړي: "د حکومت مقصد دا وي چې معیشت مضبوط کړي او په ملک کې معاشي او سیاسي استحکام راولي. د حکومت دا ذمه واري وي چې په دې کې د ښکېلو ټولو اړخونو، ادارو او په خاصه توګه له حزب اختلاف سلا مشوره واخلي. په دې کې ټول سیاسي ګوندونه شامل دي هغه که په پارلېمان کې دننه وي او که بهر ځکه چې دوی د ولس د خیر ښېګړې او خدمت لپاره پارټي جوړه کړې وي نو پکار ده چې دوی هم په هره ممکنه طریقه د بجټ په عمل کې خپل غږ شامل کړي."

د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د څه د پاسه ۹،۵۰۰ اربه روپیو د دې بجټ قانوني مسوده د مالي چارو وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل د جون پر ۱۰ مه قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړه او په دغه موقع یې وویل، حکومت هڅه کوي چې د هېواد د "کمې امدنۍ څانګې ته اسانتیاوې برابرې کړي".

خو د بجټ له وړاندې کېدو وروسته هم په دې ورځ د تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران په ټویټر ولیکل چې ګوند یې دا بجټ ردوي ځکه چې دا "د ولس او کاروبارونو په ضد" بجټ دی.