د انګور اډې خلکو پر اوړو او بوره د بندیز خلاف احتجاج کړی

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې خلکو په وار وار د خپلو ستوتزو د هواري لپاره احتجاجونه کړي دي. (انځور: ارشیف)

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې احتجاج کوونکو، د افغانستان او پاکستان تر منځ لار نن په څلورمه ورځ هم د ټولو ګاډو لپاره تړلې ده.

احتجاج کوونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغه سیمې ته د اوړو او بورې پر تجارت لګول شوی بندیز واخلي.

د پرلت يو منتظم، محمد رسول د جون په ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې احتجاج به یې تر هغه دوام لري تر څو چې حکومت دا بندیز لیرې کړی نه وي.

نوموړي‌ زیاته کړه چې دوی یوازې د اوړو او بورې له بندیز سره مخامخ نه دي بلکې د ده په وینا د ژوند هیڅ اسانتیا هم نه لري.

ده زیاته کړه، " دلته سکول ، روغتون، بجلي ، انټرنیټ او د ژوند تېرولو لپاره هیڅ اسانتیا نشته."

دا هم وګورئ: په غلام خان بندر کې د وزیرستانیو کډوالو پرلت دوام لري

د پرلت یو بل ګډونوال ریحان وزیر مشال راډیو ته وویل چې دوی ډېر احتجاجونه کړي خو د ده په خبره حکومت یې غوښتنو ته هیڅ غوږ نه دی نیولی.

نوموړي زیاته کړه چې د جنوبي‌ وزیرستان د انګور اډې سیمه له هر ډول سهولتونو بې برخې ده او د پرمختګ لپاره یې هرڅ ګامونه نه اخیستل کېږي.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمیشنر امجد معراج وايي‌ په دې کې څه شک نشته چې په ټول وزیرستان کې ستونزې موجودې دي.

دا هم وګورئ: جنوبي وزیرستان کې د انټرنېټ بندېدو کاروبارونه زیانمن کړي

نوموړي د جون پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، انګور اډې ته د اوړو او بورې وړل یې ځکه بند کړي چې د وفاقي حکومت له خوا معلومات ورکړل شوي چې هلته قاچاق يا سمګلينګ کېده.

د ده په وینا، هره ورځ له دې سیمې څخه ۱۲ لارۍ قاچاق کېده نو ځکه دوی پرې بندیز لګولی دی.

امجد معراج زیاته کړه چې اوس یې له پرلتوالو سره یې خبرې روانې دي او هڅه کوي چې یو حل راوباسي.

انګور اډه له افغانستان سره پر پوله پروت د جنوبي وزیرستان هغه ښارګوټی دی چې د یو شمېر نورو لارو په څېر ورباندې خلک تګ راتګ او تجارت کوي.