د جج د نه موجوديت له امله د علي وزير په اړه شوې پرېکړه وانورول شوه

علي وزير په يوه خبري غونډه کې (انځور له ارشيفه)

د جنوبي وزيرستان څخه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير په درېيمه مقدمه کې يو ځل بیا د ضمانت په خواست فېصله وانه ورول شوه او قضیه بل عدالت ته ولېږل شوه.

په کراچۍ کې د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکیټ د جون په ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې د علي وزير د ضمانت په خواست فېصله د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت ويلي وو چې په ۲۳ جون به خپله محفوظ کړې پرېکړه اوروي خو بيا یې د جون ۲۸مې ته وځنډوله. د هغه په خبره په دې ورځ هم دا پرېکړه وانه ورول شوه او بل عدالت ته منتقل شوه.

قادر خان زیاته کړه چې د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت کې دا فیصله ځکه وانه ورول شوه چې جج يا قاضي نه وو. هغه زیاته کړه اوس ژمنه شوې چې شوې پرېکړه به د جولای په دويمه اورول کيږي.

پر علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځينو نورو مشرانو په ۲۰۱۹ کال کې په سهراب ګوټ تاڼه کې د پاکستاني رياست پر ضد د خلکو د پارونې او امنيتي ځواکونو د بدنامولو مقدمه درج شوې وه. د هغه وکيل دا بې بنياده بولي او وايي علي وزیر د پاکستان د ايين له مخې د بيان ازادۍ له حقه په ګټه اخیستو د پښتنو د حقونو خبره کړې او څوک یې نه دې پارولي.

دا هم وګورئ:

علي‌ وزیر تر احتجاجونو وروسته له روغتون څخه زندان ته ولېږل شود قامي اسمبلۍ سپیکر غونډې ته د علي وزیر د ورتګ امر کړی دید بندي علي وزیر مېرمن: کور مې ړنګ دی چې علي نشته

علي وزير له څه باندې يو نيم کال راهيسې د کراچۍ په زندان کې بندي دی. عدالت په دوو مقدمو کې علي وزير ته ضمانت ورکړی خو په دوو نورو مقدمو کې لا هم د هغه د ضمانت پر خواست پرېکړه نه ده شوې.

علي وزير د جون پر ۲۰مه ماښام مهال د کراچۍ له مرکزي زندانه د ښار سرکاري جناح روغتون ته لېږدول شوی وو. د روغتون یو ډاکټر، چې د موضوع حساسیت له وجې یې له نوم ښوولو ډډه وکړه، پر همهغه شپه مشال راډيو ته ويلي ول چې علي وزير د ملا درد، د وینې فشار او د پښتورګو ناروغي لري او دا مهال يې په روغتون کې طبي ازموينه او درملنه روانه ده.

خو علي وزير د جون ۲۲مې پر ماخوستن د احتجاج په توګه له روغتونه بهر ووت او و یې ويل چې هلته يې "ژوند خوندي نه" دی. پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې ويډيو کې ښکاري چې علي وزير په لوڅو پښو ولاړ دی او له چارواکو غوښتنه کوي چې نوموړی دې بېرته زندان ته ولېږدوي. نوموړي ويلي، د پاکستان د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د هغه د ګډون امر هم شوی دی، نو که چارواکي یې زندان ته لېږدول نه غواړي نو د قامي اسمبلۍ د سپيکر پر امر دې عمل وشي.

خو په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ د جون په ۲۶مه، مشال راډيو ته وويل چې ډاکټرانو ورته ويلي چې علي وزیر د ناروغۍ له وجې سفر نه شې کولی نو ځکه یې قامي اسمبلۍ ته نه شې لېږلی. خو نوموړي دا هسې يوه بهانه او په پارليمان کې د علي وزير د موجوديت پر ضد يو کار وباله.