د طالبانو د حکومت ټېلېوېژن نن (د جولای پر لومړۍ نېټه) ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دیني عالمانو او مخورو لویې غونډې ته ورغلی دی.
ټېلېوېژن زیاته کړې چې تمه ده نوموړی د شاوخوا ۳۵۰۰ علماوو او قومي مخورو هغې غونډې ته وینا وکړي چې پرون په کابل کې پیل شوه.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د غونډې ګډونوال په یوشمېر کمېټیو کې بحثونه کوي او سبا به پرېکړه لیک خپرېږي. د غونډې تالار ته د خبریالانو پر ورتګ بندیز دی.
د غونډې پر لومړۍ ورځ طالب چارواکو له علماوو او مخورو څخه د مشورو او فتوو غوښتنه وکړه. د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد په خپله وینا کې له برخوالو وغوښتل چې ورته دې داسې مشورې ورکړي چې د نړۍ هېوادونه یې حکومت په رسمیت وپېژني.
پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی. نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د ښځو د کار او تعلیم په ګډون د ټولو بشري حقونو ضمانت اړین دی.
نړیواله ټولنه همداراز ټینګار کوي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د ټولشموله حکومت جوړولو غوښتنې له پامه غورځولې دي. خو د طالبان وايي، حکومت یې لنډمهالی او ټولګډونه دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
تر غونډې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې غونډه د "باور جوړونې" لپاره ده او پکې د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم په ګډون پر یوشمېر موضوعاتو خبرې کېږي.
د غونډې پر لومړۍ ورځ د خبرو پر مهال د بامیان ولایت یوه دیني عالم له طالبانو وغوښتل چې تر شپږم ټولګي پورته دې د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې طالبانو پر ښځو یوشمېر محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړی دی او په زیاتره ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي. خو د طالبانو حکومت وايي، په دې اړه یې یو کمېسیون جوړ کړی چې تګلاره وټاکي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پرون په بیان کې هیله ښوولې چې غونډه به د ښځو او نجونو د تعلیم او حقونو په برخه کې مثبتې پایلي ولري.
د طالبانو یوې سرچینې د جون پر ۲۹مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د علماوو او مخورو په لویه غونډه کې پر رژیم تنقید ته اجازه ورکوي او د نجونو د زده کړو په څېر پر نورو موضوعاتو به خبرې وشي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډېبرا لاینز په مې میاشت کې د امریکا سي اېن اېن ټېلېوېژن ته ویلي ول چې خپله د طالبانو مشران هم د نجونو د تعلیم پر موضوع یوه خوله نه دي.
طالبانو په غونډه کې هېڅ ښځې ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې. د مدني ټولنو یوشمېر فعالانو او د حقونو سازمانونو ویلي چې داسې یوه غونډه چې پکې ښځې خپل استازیتوب نه شي کولای به مشروعیت و نه لري.
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د جون پر ۲۹مه د افغانستان ملي ټېلېوېژن ته وویل، په غونډه کې د ښځو استازیتوب سړي کوي ځکه چې "سړي د ښځو اولادونه" دي.
منتقدانو ویلي دي چې غونډې ته د افغانستان له هرې ولسوالۍ څخه دوه، دوه طالب پلوي دیني عالمان او د طالبانو خواخوږي مخوران وربلل شوي دي، خو حنفي وايي چې د "بېلابېلو نظرونو خاوندان" په غونډه کې ګډون کوي او دا چې دا ناسته په افغانستان کې د ثبات او ملي یووالي پر لوري یو "مثبت ګام" دی.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د غونډې د لومړۍ ورځې په پای کې په خبري غونډه کې ژمنه وکړه چې مشران به یې د امکان تر حده د غونډې پرېکړې عملي کړي.