پاکستان کې يو ځل بيا کورونا ناروغي زياته شوې ده

چارواکي وايي، کورونا په سیند صوبه کې زیات خلک ځپلي دي: د ارشیف انځور

په پاکستان کې د کورونا د رنځورانو شمیرې یو ځل بیا په ډېرېدو دي او په تیر یو شواروز کې وایرس نهه کسان وژلي دي.

د جولای په اوومه د کورونا د کنټرول د قامي مرکز د شمېرو تر مخه وایرس د جولای پر اتمه ۸۷۲ کسان ځپلي دي خو د د مثبتو پیښو کچه چې تیره اوونۍ څلور فیصده وه، روانه اوونۍ درې اعشاریه اوو ته راکوزه شوېده.

د سرکاري شمېرو ترمخه د جولای پر اتمه، د کورونا وایرس په نتیجه کې، نهه کسانو ژوند بایللی دی چې ډیری یې د سیند صوبې سره تړاو لري.

تر دې وړاندې، په پاکستان کې د کورونا وايرس د سرکاري ووبپاڼې له شمېرو سره سم، د جولای پر اتمه ۶۹۳ کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي وو. له ارقامو سره سم، په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس د وبا له پیل راهیسې په هغه هېواد کې له ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو رسمي شمېر ۳۰،۴۱۳ ته رسېدلی دی.

په خيبر پښتونخوا کې د کورونا وايرس د مخنيوي ادارې مشر وايي، په پاکستان کې د مثبتو پېښو شرح لوړه شوې او د لوی اختر پر مهال د وايرس خپرېدو امکانات زیات شوي دي.

دا هم وګورئ: چارواکی: اختر کې د کورونا وایرس پېښو زیاتېدو امکان دی

بلخوا د روغتیا قامي ادارې د "کرایمین کانګو فیور" په نامه د ناروغۍ په اړه هم خلکو ته خبرداری ورکړی دی. کانګو تبه یوه داسې ناروغي ده چې د ځناورو په ویښتو کې پټ د یو قسم وایرس نه خپریږي او تراوسه څه واکسین نه لري.

د روغتیا قامي ادارې پرون (د جولای پر اتمه) په یو بیان کې ویلي وو چې خلک د اختر لپاره د قربانۍ څاروي اخلي نو باید چې څرمنې او ویښتو ته یې پام وکړي او که دغه وایرس پکې وموندل شي نو چې ځان او ماشومان ترې لرې وساتي او احتیاطي تدابیر دې عملي کړي.

په پاکستان کې د کانګو تبې له کبله په لومړي ځل په ۲۰۱۶م کال کې د بهاولپور یو ډاکټر ژوند بایللی وو.