په بنو کې برید کې ۱ سرتېری وژل شوی، ۴ ژوبل

په بنو کې امنيتي ځواکونه د ګزمې په حال کې (انځور له ارشيفه)

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان پر اېف سي (سرحدي ځواکونو) بمي بريد کې يو سرتېری وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

د بنو پولیس يو چارواکي چې د رسنيو سره د خبرو د اجازت نه درلودو له امله یې نوم خپرول نه غوښتل، مشال راډيو ته وويل چې بريد د جولای په يوولسمه، شوی دی. هغه زیاته کړه چې د ايف سي ځواکونو ګاډي له شمالي وزیرستان سره نيزدې د بکا خېل په خواجه خړ سیمه کې په ګزمه روان وو چې ورباندې د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنه وشوه.

زخميان نېزدې پوځي روغتون ته وړل شوي دي. تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

دا هم وګورئ: د سولې پر مذاکراتو سربیره، په پاکستان کې د بریدونو وجوهات او کوونکي څوک دي؟

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو او په ځانګړې ډول په قبايلي ضلعو کې وسله وال بریدونه ډير شوي دی. د جولای په اوومه په مردان، خيبر او شمالي وزیرستان کې حملې شوې وي چې ۳ کسان پکې وژل شوي او ۸ پکې ژوبل وو.

دا پېښې په داسې وخت ترسره کيږي چې د تحريک طالبان پاکستان او حکومت ترمنځ ډزبندي شوې او د دواړو خواړو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. دا ډله د پاکستان لخوا ترهګره او کاالعدم اعلان شوې خو حکومتي چارواکو ويلي چې د امن ټينګولو لپاره د سولې مذاکرات ضروري دي.

د تحريک طالبان پاکستان مشر، نور ولي مسید د جون په ۲۹مه په هغه ويډيو مرکه کې چې دې ډلې خپره کړې وه، ويلي وو چې په مذاکراتو کې پر ډزبندۍ سلا شوې او د دوی ځيني ملګري بنديان خوشې شوي دي خو نور خاص پرمختګ نه دی شو. هغه زیاته کړې وه چې د دوی وسله وال به هېڅکله د پاکستان پوځ ته تسليم نه شي او د قبايلي سيمو د انضمام ختمولو له غوښتنې هم نه اوړي.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله ويلي‌وو چې د قبايلي سيمو د انضمام ختمېدو غوښتنه غيراييني ده.‌ هغه تېره اونۍ زیاته کړه چې د پاکستان قامي‌امنيت کمېټې په غونډه کې ټول سیاستوال پر دې رضا وو چې جنګ په جنګ نه ختميږي او د مستقل امن لپاره خبرې اترې ضروري دي.

خو د دې خبرو په مهال بریدونه نه دې ودريدلې. نه خو چارواکي وايي چې د دې حملو تر شا څوک دي او نه یې هم کومې ډلې ذمه واري پر غاړه اخلي. په پاکستان کې پر تحريک طالبان پاکستان سربیره نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.