افغان خبریالانو اسلام اباد کې مظاهره کړې
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پاکستان ته تللیو یوشمېر افغان خبریالانو په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته مظاهره کړې. دوی د جولای پر ۱۷مه د احتجاج پر مهال په لاسونو کې بینرونه نیولي ول چې پکې یې د کاناډا له حکومته غوښتنه کوله چې تر ۳۵۰ زیات افغان خبریالان دې هغه هېواد ته وروغواړي. په اسلام اباد کې د کاناډا سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د هغه هېواد حکومت تېر کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ګڼ افغانان بیولي او د نورو هغو د لېږد ژمنه یې هم کړې. ویډیويي رپورټ.