شمالي وزیرستان هدفي بريدونه: پرلتوالو لار او تجارتي مرکزونه خلاص کړي

د شمالي وزیرستان پرلتوال له حکومته د امنيت غوښتنه کوي. د ۲۰۲۲ز کال د اګست څلومې انځور

په شمالي وزیرستان کې د هدفي بريدونو پرضد پرلتوالو د بازارونو او بنو-میرامشا لار تر ۲۴ ساعتونو پورې خلاص کړي دي.

پرلتوالو دا پرېکړه د اګست پر اوومه نېټه له حکومتي جرګې سره تر خبرو وروسته کړې ده.

دوی د اګست پر درېیمه د اتمانزیو جرګې په غوښتنه په میرلي، شوه، سپینوام، میرامشا، رزمک دېګان، دته خېل او غلام خان کې د احتجاج په توګه مرکزي لار او بازارونه تړلي ول.

د احتجاجیانو یو مشر ملک ربنواز وزیر د اګست پر اوومه مشال رېډیو ته وویل چې دوی د اګست د اتمې د ماښام تر شپږو بجو پورې د لارو او بازارونو په خلاصولو رضا شوي دي خو زیاته يې کړه چې په سیمه کې د امنیت په اړه د پوخ ډاډ ترلاسه کولو پورې به پرلت دوام ولري.

هغه زیاته کړه:"بازارونه به د اګست پر اتمه د ماښام تر شپږ بحو پورې خلاص وي. دا مو ځکه خلاص کړل چې د بنو اوسېدونکي، مروت او د بنو وزیر په جرګه راغلي ول."

دا هم وګورئ:

د شمالي وزیرستان ځوانانو پېښور کې د هدفي وژنو ضد احتجاج کړی شمالي وزيرستان کې هدفي بريدونه: جرګې ټولې مرکزي لارې تړلې ديمولانا فضل الرحمان: د خيبر پښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې د وسله والو واکمني ده

بلخوا د شمالي وزیرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان مشال رېډیو ته ویلي، هيله من دی چې ژر به له پرلتوالو سره مذاکرات کامیابه شي.

د ميرلي په عيدک سيمه کې پرلت د جولای پر ۱۴مه د جمعیت علمای اسلام (ف) د دوو سیاستوالانو او دیني عالمانو تر وژنې وروسته پيل شوی وو او د جولای پر ۲۹مه ميرامشا ته هم وغځېد.

پولیس دعوه کوي چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنه کې یې د ککړتیا په تور پینځه کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

خو د اتمانزیو قبیلو تر څار لاندې د روان پرلت مشران د پولیسو له کړنو مطمین نه دي. تر دې مخکې هم په شمالي‌ وزیرستان کې په بیا بیا د هدفي‌ وژنو پرضد احتجاجونه، پرلتونه او لاریونونه شوي‌.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۳۱مه ادعا کړې وه چې د خيبر پښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې د "وسله والو واکمني يا راج" دی.

په شمالي‌ وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیله ۳۸ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات قبایلي مشران او فعال ځوانان پکې وژل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.