د بلوچستان په بېلا بېلو ښارونو کې د هرنايي د پېښې پرضد مظاهرې شوې

د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو او غړو په هرنايي کې مظاهره او وروسته جلسه وکړه. د اګست ۱۵مې انځور

د بلوچستان په بېلا بېلو ښارونو کې په هرنايي کې د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې د پېښې پرضد مظاهرې شوې دي.

په وژل شوو کې د عوامي نېشنل ګوند غړی خالقداد هم وو. دې ګوند د پېښې پرضد د اګست پر ۱۵مه نېټه په هرنايي، لورالايي، کوټه، لسبيله، ږوب، قلعه سيف الله او ځینو نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې.

د عوامي نېشنل ګوند په اعلان شوو په دغو مظاهرو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جميت علما اسلام (فضل الرحمن) د ملي جمهوري غورځنګ، تحریک انصاف، بلوڅ ملتپالو ګوندونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او غړو ګډون وکړ.

تر ټولو لوی احتجاج په هرنايي کې شوی دی. دلته په شوې مظاهره کې اختجایانو بېنرونه په لاسونو کې نيولي د ښار په بازار کې تېر شول او وروسته يې جلسه وکړه. دې جلسې ته د اې اېن مشر صوبايی جنرل سيکټر محبت کاکا، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ماسټر شين ګل، د تحریک انصاف صدام ترين، د اېن ډي اېم احمد جان، جې يو ای (ف) مولوي عبدالخالق مري او د پي ټي اېم وهاب خان ويناګانې وکړې.

دوی پېښه وغندله او د عدالتي پلټڼو غوښتنه يې وکړه. دې ترڅنګ کوسټ سيمه چې پکې دا پېښه شوې، خلکو پرلت پیل کړی دی.

په کوسټ کې پرلتوالو د وژل شوي ځوان خالقداد بابړ مړی اېښی احتجاج کوي. داګست ۱۴مې انځور

دوی د کوټې او هرنايي ترمينځ لوی سړک تړلی او په ډزو کې د وژل شوو ځوان خالقداد بابړ مړی يې د احتجاج په توګه اېښی دی.

د خالقداد مړی په اېبولانس کې اېښودل شوی او مظاهرچیان وايي چې ترڅو يې د عدالتي پلټنو غوښتنه ونه منل شوی تر هغو پورې به پرلت ته دوام ورکوي.

په هرنايي کې د بلوچستان عوامي پارټۍ غړي ملک روح الله ترين د اګست پر ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې د اګست ۱۳مې او ۱۴ ترمينځ شپې مهال نامعلومو وسله والو د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړ چې وروسته د دواړو غاړو ترمیځ نښته وشوه چې په نتيجه کې يې عام وګړي هم زخميان شول.

د ده په وینا، د اګست د ۱۴مه سهار ځايي اوسېدونکو د کوسټ (خوست) په سيمه کې د پوځي کلا مخې ته د پېښې پرضد احتجاج کاوه چې د ده په ادعا امنیتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې.د ده په خبره، ځینو احتجاجیانو پر پوځي کلا کاڼې هم وویشتل.

د پاکستان پوځ او صوبايي حکومت د امنيتي ځواکونو په ډزو کې د احتجاجيانو د وژنې په اړه لا څه نه دي ويلي.

موږ په دې اړه د حکومتي دريځ معلوملو لپاره له هرنايي څخه د صوبايي اسمبلۍ له غړي او صوبايي وزیر نور محمد دومړ سره د اګست پر ۱۴مه ماښام مهال د ټېلېفون له لارې د رابطې کوشش وکړ خو هغه ځواب و نه وايه. د دې ترڅنګ مو د هرنايي له ډپټي کمېشنر شفيق ترين سره هم د تماس نيولو هڅې بریالۍ نه شوې.

البته د پاکستان پوځ ویلي دي چې وسله والو د اګست پر ۱۳مه شپې ناوخته د هرنايي په کوسټ (خوست) سیمه کې د ځواکونو پر پوستې برید کړی وو.

دا هم وګورئ: هرنايي کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې د پېښې پرضد پرلت پیل شوی

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۴مه ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د وسله والو برید شنډ کړ.

په بیان کې راغلي، وسله وال تر حملې وروسته "نېږدې غرونو ته وتښتېدل" او چې ځواکونو یې د "محاصره کولو" هڅه کوله نو په ډزو کې دوه سرتېري قیوم جاوېد او محمد عاطف ووژل شول.

بیان زیاتوي چې د دواړو خواوو ترمینځ په ډزو کې د پوځ یو افسر مېجر عمر ژوبل شوی دی.

خو د بلوچستان اعلاوزير پر پوځي پوسته وسله وال بريد غندلی دی. نوموړي د اګست پر ۱۴مې بیان کې ويلي چې د ده په وينا "ترهګرو" يو ځل بیا په نيمه شپه بريد کړی چې دا د غندنې وړ دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې په کوسټ سیمه کې پر پوستې کومې ډلې حمله کړې وه او چا یې ذمه واري هم نه ده منلې.