د کورمې تاجران او د مال وړونکو ګاډو مالکان غوښتنه کوي چې له درې اونيو راهیسې بنده، د خرلاڅو – پکتیا تجارتي لار دې زر تر زره خلاصه کړل شي.
د خرلاڅو تاجرانو اتحاديې مشر سید مبین حسین د اګست په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې لار لومړی د طالبانو لخوا او وروسته د پاکستاني ځواکونو لخوا بنده شوه.
هغه زیاته کړه، "موږ له طالبانو سره شپږ ځله خبرې وکړې. سره کښېناستو. خو لار یې بيا هم خلاصه نکړه. بیا له دېخوا [پاکستانيو سرتيرو] هم لاره وتړله."
د جولای د ۲۸م او ۲۹مې په شپه، کورمې ته له افغانستانه دوه کسان ورواوښتل چې پاکستاني پوځيانو پرې ډزې وکړې او ویې وژل. د دې په غبرګون کې ځايي طالبانو دا لار وتړله.
د سوداګرو اتحادیه وايي چې دا وخت د پاکستان په غاړه کې له بېلابېلو سامانونو ډک نيږدې ۲۰۰ او د افغانستان په خوا کې نيږدې ۲۰۰۰ ټرکونه ولاړ دي. دوی وايي که لار همداسې بنده پاتې شوه نو دا سامانانونه به خراب او تجارانو ته به ډير زیان ورسیږي.
دا هم وګورئ: سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې وړې لارې هم پرانیستل شيد پکتیا ولایت اوسېدونکي او مال وړونکي زرګل د اګست پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې لاره بنده شوه نو دوی د پاکستان په خوا کې پاتې شول.
ده وویل، "مالونه مو په خرابېدو دي. کرايې او خرچې راباندې ورځ تر بلې زیاتيږي."
د پاکستان وفاقي وزیر او په پارليمان کې د کورمې استازی، ساجد حسین توري وايي د دې لارې د پرانيستلو په اړه به ژر له طالبانو سره خبرې وکړي.
هغه د اګست په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، "د دواړو غاړو خلک له يو بل سره رشتې لري. يو قام دی. د يو بل ښې بدې له ځي نو ځکه بايد دا لاره ژر پرانیستل شي."
د ساجد حسېن توري په وینا، که څه امنيتي ستونزې راځي پکار ده چې هغه په همکارۍ سره حل کړل شي.
د سوداګرو اتحادیې د معلوماتو ترمخه، هره ورځ د خرلاڅو ـ پکتیا پر تجارتي لاره ۸۰۰ ټرکونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کوي. په دې ټرکونو کې خربوزې، انګور، سبزي، سکاره، سیمټ، وریژې، مالګه او بوره وړل کيږي.