پاکستان سیلابونه: ګڼ شمېر ځوانان هم د سيلاب ځپلو په مرستو بوخت دي

په چارسده کې ځينې رضاکاران خلک خوندي ځای ته رسوي.

په پاکستان کې له سيلاب ځپلو سره د حکومت، بېلا بېلو ګوندونو او خيره ادارو ترڅنګ رضاکاره ځوانان هم مرستې کوي.

د طبعي ناورينو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي چې په دې هېواد کې د جون ۱۴مې راهیسې د اګست تر ۳۰ پورې د سيلابونو له وجې تر ۱۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

له مرګژوبلې پرته شاوخوا ۳۳ ميليونه کسان اغېزمن شوي هم دي چې پکې په لکونو بېکوره شوي دي.سيلابونو زیات مالي او ځاني زیانونو په سيند او بلوچستان صوبو او ورپسې يې په خيبرپښتونخوا کې اړولي دي.

د دې صوبې په نوښار، سوات او نورو سيمو کې ځوانان د سيلاب ځپلو په مرستو بوخت دي چې پکې د نوښار اوسېدونکی ثاقب الرحمن هم دی.

نوموړي د اګست پر ۳۰مه نېټه مشال رېډيو ته وويل چې د مرستې د کارونو پر مهال په دې ډېره خفه شو چې اغېزمنو کسانو هيڅ نه وو خوړلي. هغه زیاتوي:"موږ د سيلاب راتلو په درېيمه ورځ له خلکو سره مرستې پیل کړې خو ځپل شوو کستنو تر درې ورځو پورې هيڅ نه وو خوړلي او ان د دوی څاروي هم وږي ول. "

د پاکستان حکومت او خيريه ادارې بېکوره شوو خلکو ته خواړه او د ورځني ضرورتونه نور شیان ورکوي. دپنجاب د راجن پورضلعې انځور

ثاقب الرحمان زیاته کړه چې د نوښار په مانو خيلو کې د سيلاب د مخنيوي لپاره هيڅ تیاری نه وو شوی."د دې ځای ابادي شاوخوا څلور لکه ده، هلته د اوبو بند مات شوی وو او اوبه ټولې پر دې سیمه ورغلې وې. موږ دا وخت هلته د ۴۰۰ کسانو د خوړو او استوګني بندوبست کوو، موږ ته هره ورځ د خوړو ۱۰ دېګونه راځي. خلک د نورو مرستو لپاره ټېلېفونونه کوي"

د خيبر بښتونخوا صوبايي کابينې د اګست پر ۲۸مه په صوبه کې له سيلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د دوه اعشاریه پينځه اربه روپيو منظوري ورکړې وه. په دې صوبه کې د ژغورنې او د مرستو سرکاري ادارې هم کار کوي خو د ډېره اسماعیل خان ملک فرحان افضل وایي چې د دوی د ښار په زیاتره سیمو کې تر اوسه پورې هیڅ یوې حکومتې ادارې مرستندویه کارونه نه دې پیل کړي نو ځکه دوی په خپل سر د خلکو کومک کوي.

ملک فرحان وایي:" موږ د خپلو کورونو دروازې د د اغېزمنو خلکو لپاره پرانستې دي، موږ سره دلته تر ۷۰ پورې کورنۍ دي چې نېږدې ۳۰۰ کسان جوړېږي، ددوی ته دوه وخته ډوډۍ هم ورکوو، موږ سره ځینې کښتۍ وې نو د لرو لرو سیمو څخه مو خلک خوندي ځایونو ته ورسول، دا هغه سیمې دي چې سړکونه پکې نه ول، نو خلک ورته نه شو تللی، او د چا سره کشتۍ هم نه وې "

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان کې سېلاوونو ميليونونه کسان اغېزمن کړي

بلخوا د مردان ضلعې د "مردانوال خلک" په نوم د ځوانانو یو تنظیم چې د خيريه کارونه کوي، یو مشر جنید ماندوری مشال رېډیو ته وويل چې دوی ټول ملګري په خپل سر له سيلاب ځپلو سره مرستې کوي.

"دا هر څه زموږ د تنظیم ملګري پخپله کوي. موږ کور پر کور ګرځو او د مرستو پېکجونه رسوو. بېګا موږ د چارسدې ترناب سیمې ته ورغلي وو، هلته سېلاب شاوخوا۱۹۰ کورنيو ته تاوانونه رسولي دي."

سيلابونو سوات ضلعې ته هم زښته ځاني او مالي زیان رسولی دی. په سوات کې د الخدمت فاونډېشن په نوم د خيره ادارې مشر محمد زاده د اګست پر ۳۰مه مشال رېډیو ته وویل چې ده په لومړي ځل ولیدل چې ځوانان پخپله خوښه ورځي او له سيلاب ځپلو سره مرستې کوي.

نوموړی وایي:"موږ سره ګڼ رضاکاران ځوانان کوي، په دې کې زده کونکي، استادان،وکیلان، ډاکټران او ګڼ خلک شامل دي، زه له لومړۍ ورځې دلته کار کوم، اوس هم مټې سيمې ته روان یم، بحرېن ته هم ولاړم، داسې تاوانونه شوي چې د خلکو کورونه په اوبو کې بشپړه لاهو شوي دي، خلک د خپل کور ځمکه هم نه پېژني چې چېرته وه نو چې خلک دا هر څه په خپلو سترګو وینې نو پخپله خوښه راځي او کارونه کوي"