په پاکستان کې د راغليو سیلابونو له امله له تیرې یوې اونۍ راهیسې د دې هيواد تر ټولو لوی صنعتي ښار، کراچۍ او نورو ښارونو کې د سبزیانو نرخونه زیات شوي دي.
دکراچۍ د کيماړي سيمې يو اوسيدونکي ګوهرالرحمان د اګست په ۳مه مشال راډيو ته وويل چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې ټماټر په څلور سوه يا څلورنيم سوه روپۍ يو کيلو دي. بينډۍ او نورې سبزیانې تر دې هم ګرانې شوې دي. "د سبزيانو بیې د غوښو بیو سره يو شان شوي دي. نو ډير خلک یې نه شي اخیستلی."
په کراچۍ کې چې د پاکستان ګڼو سیمو ته ترې خوراکي توکي او سبزیانې وړل کيږي، د خوراکي شيانو وررسیدل کم شوي دي. د دې وجه په سیلابونو کې ويجاړ شوي فصلونه، باغونه او سړکونه دي. تر اوسه حکومت کره شمېرې نه دې وړاندې کړې خو په عمومي ډول یې دا اندازه لګولې چې په لسګونو زره اېکړه ځمکو ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.
دا هم وګورئ: سیلابونو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر لکونو اېکړه ځمکه ولاړ فصلونه او باغونه تباه کړيد کراچۍ په سبزي منډيي کې د تازه ميوو او سبزيانو د اتحاديې يو مشر حيات زاده د اګست په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې يا خو مالونه نه ورځي او یا چې ورشي، ډير یې خراب شوي وي. "د مالونو راتګ کم شوی دی. او کومې چې راځي، هغه هم ۶۰ فيصده خراب شوي وي. پخوا به له افغانستانه ټماټر راتلل او له ايرانه به سبزیانې راتللې خو اوس د لارو د خرابېدو له وجې دا مالونه یې نه راځي او يا هم په داسې حال کې راشي چې د کارولو وړ نه وي."
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د خوراکي موادو د نشتوالي بحران رامنځته کېدو مخنيوي لپاره راضي شوي چې له هنده هم چې د پاکستان ورسره تجارتي اړيکې په ټپه ولاړې دي، سبزي وروغواړي.
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل څو ورځې وړاندې په خپله يو خبري غونډه کې وويل چې که ډير ضرورت پېښ شو نو له افغانستان او هند څخه به سبزیانې او نور خوراکي شيان وروغواړي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستان پخواني حکومت د ۲۰۱۹ کال د اګست په پنځمه د هند له خوا د کشمير د ځانګړي حيثيت د ختمولو له اقدام وروسته له هند سره د سوداګرۍ د ختمولو اعلان کړی وو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په کراچۍ کې تجاران وايي چې که له نورو هيوادونو سبزیانې راونه غوښتل شي نو پاکستان به د لوی ناورین سره مخامخ شي. د سبزيانو او تازه ميوو درامد او برامدونکی سوداګر، عرفان الله د اګست په ۳۰ مشال راډيو ته وويل چې د سیلاب او باران اوبو د کر ځمکې له کرلو ویستلې نو ځکه ممکنه ده چې د يو کال پورې د سبزیانو او ميوو د کمي بحران جاري پاتې شي.
د هغه په وينا له کومو کرند ګرو یې چې سبزیانې او میوې اخیستلې، هغوی ورته ويلي چې اوس یې فصل خراب شوی دی. "ځکه زه وايم چې حکومت بايد سر له اوس څخه له نورو هېوادونو د خوراکي موادو اخیستل پيل کړي."