د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیلابونو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر لکونو اېکړه ځمکه ولاړ فصلونه او باغونه تباه کړي


د بلوچستان په جعفر اباد کې تباه شوي پټي او کورونه (انځور د اګست ۲۵مې دی)
د بلوچستان په جعفر اباد کې تباه شوي پټي او کورونه (انځور د اګست ۲۵مې دی)

د خيبرپښتونخوا او بلوچستان کروندګر وايي، د پشکال وروستيو بارانونو او سيلابونو د دوی پر زرګونه ايکړه ځمکه ولاړ فصلونه تباه کړي دي.

د خيبرپښتونخوا د کروندګرو د سازمان (انجمن کاشتکاران) مشر نعمت شاه روغاني د اګست پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل، د سوات سېلابي اوبو په چارسده او نوښار کې د فصلونو او باغونو ويجاړولو ترڅنګ د ځمکو حدبندۍ هم له منځه وړي. د ده په خبره، دې کار د ځمکو خاوندان له يوه نوي مشکل سره مخامخ کړي دي.

روغاني زياته کړه: "بارانونو او سېلابونو زيات نقصان د سوات، چارسدې او نوښار ځمکو ته اړولی دی. ټولې ځمکې مو بېکاره شوي. سېلابي اوبو د سوات د غرونو کاڼی زموږ ځمکو ته راوړی. ستونزه دا جوړه شوه چې اوس به خلک د خپلو ځمکو پر پولو له يوه بل سره لانجې کوي."

نعمت شاه روغاني همدارارز وويل، د سوات ټول باغونه او په چارسده او نوښار کې د ګني، جوارو او شولو (ورېژو) فصلونه تباه شوي دي. هغه له صوبايي حکومته وغوښتل چې د کروندګرو تاوان ته په کتو له هغوی سره بېړنۍ مرستې وکړي.

پېښور ته په ۱۵ کلومېټرۍ کې د چارسدې د ناګومان سيمه د بېلا بېلو فصلونو او باغونو لپاره مشهوره ده. د دې سيمې يو زميندار ارباب جميل وايي، بارانونو او سېلاب د چارسدې او نوښار ټول فصلونه تباه کړي او وېره ده چې په پاکستان کې د خوراکي شيانو قلت پيدا شي.

ارباب زياتوي، "پر لکونه ايکړه ځمکه ولاړ فصلونه ضايع شول. ګنی، تمباکو، باغونه، سبزيانې، دا ټول اوبو له ځانه سره يوړل. حکومت بايد تر هر څه مخکې د زراعتي سېکټور بېرته رغولو ته فکر وکړی. که داسې نه وه نو وېره ده چې په ملک کې غذايي بحران پېدا شي."

ارباب غوښتنه وکړه چې د ممکنه بحران د مخنيوي لپاره حکومت بايد زميندارو ته خصوصي مراعات ورکړي.

د اګست پر ۲۹مه د خيبرپښتونخوا د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف پر رسمي ټوېتر پاڼه د دې صوبې د اعلا وزير محمود خان په حواله ويل شوي چې نوموړي پر هم ياده نېټه د څلورو ضلعو چترال، کوز چترال، بره دير او کوز دير دورې وکړې او هلته د سېلاب له وجې خلکو ته د اوښتي زيان او له هغو سره د روانو مرستندویه کارونو جاج يې واخيست.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف بيا د اګست پر ۲۸مه د بلوچستان د جعفر اباد ضلعې دوره وکړه او د سېلاب ځپليو لپاره يې امدادي پيسې اعلان کړې. خو د بلوچستان کروندګر وايي، وروستيو بارانونو او سېلابونو د دوی ابادې ځمکې او ورباندې ولاړ فصلونه او باغونه تباه کړي او اربونه روپۍ تاوان يې شوی دی.

د پشين ضلعې يو کروندګر نصيب الله کاکړ وايي، د سيمې د سېبو او انګورو باغونه په بشپړه توګه له مېنځه تللي. دی له حکومته غواړي چې په بېړنۍ توګه د ملک له نورو برخو سره د بلوچستان پرې شوې لارې بېرته ورغوي.

نوموړی زياتوي، "په توبه کاکړي کې موږ دوه سرکله لرو. يو ابراهيم خان او بل زيارت. په دې دواړو سيمو کې د اوبو شپږ بندونه مات شوي، اوبه يې د خلکو پر ځمکو ورغلي او هغوی ته يې اربونه روپۍ تاوان اړولی دی. زموږ باغونه، چې سېب به يې موږ لاهور، کراچۍ او د ملک نورو لويو ښارونو ته لېږل، په بشپړه توګه له مېنځه تللي. د پشين او شاوخوا سيمو د انګورو باغونه هم ويجاړ شوي دي."

نصيب الله کاکړ زياته کړه، د بلوچستان کروندګر او سوداګر له حکومته غواړي چې د ملک له نورو برخو سره د بلوچستان پرې شوې لارې ژر بېرته ورغوي.

په ورته وخت کې د بلوچستان د زراعت محکمې په دې صوبه کې د وروستيو بارانونو او سېلابونو د تاوان کچې معلومولو لپاره سروې پيل کړې ده. د دې محکمې د څېړنو د څانګې يو افسر ډاکټر قاسم کاکړ د اګست پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل، د دوی اولنۍ تخمينه ښيي چې د بلوچستان زراعت ته لسګونه زره ميليونه روپۍ نقصان رسېدلی دی.

نوموړی زياتوي، "د بلوچستان درې لاکه ايکړه اباده ځمکه ده. پر دې زميندارو بېلا بېل فصلونه لکه جوار، ورېژې، د څارويو لپاره ګيا او هم سبزيانې لکه ټماټر، ګاځره او ګوبۍ کرلي ول. پر دې ځمکه موږ د سېب، شفتالو او کجورو باغونه هم لرل. دا هر څه تباه شوي."

نوموړی وايي چې د دوی د اندازې ترمخه، د کروندګرو ۲۰،۰۰۰ ميليونه روپۍ نقصان شوی دی. هم د ده يه خبره، بارانونو او سېلابونو په بلوچستان کې شاوخوا ۱۴۰۰ ټيوب وېلونه او ۴۰۰ سولر سېسټمونه خراب کړي دي.

ډاکټر قاسم، چې په خپله هم د کلا سيف الله يو زميندار دی، همداراز وايي چې باران او سېلاب د صوبې د مالدارې سېکټور هم خوار اغېزمن کړی دی. د هغه په خبره، د بلوچستان د ويجاړو ځمکو او اوبه خور نظام د بيا بحالۍ چارې به لږ تر لږه شپږ مياشتې وخت ونيسي. نوموړی زياتوي، حکومت بايد له کروندګرو سره د مشينرۍ ترڅنګ نورې اړينې مرستې هم وکړي.

پښین کې سېلاوونو د مڼو باغونو ته د یو نیم ارب روپیو زیان اړولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00
XS
SM
MD
LG