د کورمې خلکو په افغانستان کې سېلاب او زلزله ځپلو ته مرستې لېږلې دي

د پاړه چینار یو اوسېدونکي پروفېسر لیاقت حسین مشال راډیو ته وویل چې د دې مرستو لپاره یې کېمپونه لګولي وو.

د خیبر پښتونخوا د کورمې په پاړه چینار کې خلکو په افغانستان کې سېلاب او زلزله ځپلو ته مرستې لېږلې دي.

دوی وايي، د ۸۰ کورنیو لپاره راټولې کړې مرستې یې د سېپټمبر پر دویمه د افغانستان د خوښې سیمو مشرانو ته سپارلې دي.

د پاړه چینار یو اوسېدونکي پروفېسر لیاقت حسین مشال راډیو ته وویل چې د دې مرستو لپاره یې کېمپونه لګولي وو.

ده وویل، " د حیدري بلډ بینک په نامه خیراتي اداره او ځايي تنظیمونو لکه تحریک حسینیه او انمجن حسینیه کیمپونو لګولي ول چې په هغه کې ورسره دوه کروړه روپۍ چنده راټوله شوې وه."

ده وویل چې په هغه چنده یې د ۴۰۰ سېلاب او زلزله ځپلو کورنیو لپاره توکي اخیستي دي چې ځینې پکې د خوښې سیمې متاثرینو ته ورکړل شوې دي او نورې به ډېر ژر د طالبانو حکومت ته وسپارل شي.

دا هم وګورئ: په خوست کې سيلاب ځپلي وزیرستاني کډوال مرستې غواړي

د انجمن حسینیه تنظیم یو مشر علي جواد توري مشال راډیو ته وویل چې دا یې د انساني همدردۍ په توګه د افغان ځپلي ولس ته ډالۍ کړي دي.

ده زیاته کړه چې په پاکستان کې هم سېلابونو ډیر ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي او دوی به له هغوی سره هم د مرستې لپاره ورته هڅې کوي.

بلخوا په افعانستان کې د خوښې سیمې مشرانو د پاړه چینار د یادو ټولنو او تنظیمونو مننه کړې چې له دوی سره یې مرستې کړې دي.

د خوښې سیمی شیر حسین وايي، د پاړه چینار ځايي خلکو ورسره مرسته کړې او دا په داسې وخت کې وه چې د ده په وینا، دوی ورته اړتیا درلوده.

په پاکستان او افعانستان کې د جون او بیا ورپسې د اګست په میاشت کې شويو بارانونو او سېلابونو خلکو ته پراخ زیانونه رسولي دي.

په افعانستان کې تر سېلابونو مخکېد جون پر ۲۲مه زلزله راغلې وه چې تر ۱۱۰۰ زیات کسان پکې وژل شوي وو. په دې زلزله ځپلو سیمو کې د پکتیکا برمل ولسوالۍ هغه سیمه ده چې تر ټولو زیاته مړګ ژوبله پکې اوښتې وه.