واڼه کې د اوبو کمښت کروندګرو ته لوی زیانونه اړولي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په جنوبي وزیرستان کې د خیر ښېګړې یوه ناحکومتي اداره واڼه وېلفېیر اسوسي اېشن (واوا) وايي، په واڼه او شاوخوا سیمو کې د اوبو د کمېشت له وجې شاوخوا ۴۵ فیصده باغونه او ۱۸ سلنه پټي وچ شوي دي. کروندګر هم وايي چې پخوا به یې د لکونو روپیو حاصلات اخیستل خو اوس یې ګټه کمه ده نو ځکه له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. واوا وايي، د اوبو کمښت له وجې اوس کروندګر د زیتون او پستې باغونه لګوي. تفصیل په رپورټ کې.