ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې په کندهار کې دې د ډله ییز قبر په اړه بشپړې پلټنې وکړي.
دا تر هغې وروسته ده چې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د طالبانو د حکومت یوشمېر چارواکو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه ډله ییز قبر موندلو خبر ورکړ او په اړه یې پر ټولنیزو شبکو ویډیوګانې خپرې کړې.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټېمبر پر ۲۵مه په یوه پیغام کې مشال راډیو ته د تفصیل او شواهدو له ورکولو پرته دعوه وکړه چې په کندهار کې یې د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په لاس د وژل شویو خلکو ډله ییز قبر موندلی دی.
رازق په ۲۰۱۸ز کال کې د یوه طالب وسله وال په ډزو کې وژل شوی وو او د خپلې دندې پر مهال یې د بشري حقونو د سرغړونو تورونه په بیا بیا رد کړي ول. د بښنې نړیوال سازمان تېر کال په ډېسېمبر کې په یوه رپورټ کې ویلي ول چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په سپین بولدک کې د پخواني حکومت کسان او پلویان وژلي خو طالبانو هغه رپورټ رد کړی وو.
تر اوسه معلومه نه ده چې په کندهار کې ډله ییز قبر د کوم وخت دی او مشال راډیو یې په اړه د طالب چارواکو د دعوو د کره والي تصدیق نه شي کولای. په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي پلټونکي رېچرډ بېنېټ د سېپټېمبر پر ۲۵مه پر ټوېټر په بیان کې او د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) د اسیا څانګې مرستیالې پیټرېشیا ګاسمین د سېپټېمبر پر ۲۵مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د قبر د ځای خوندي کولو او د بشپړو پلټنو غوښتنه کړې.
پیټرېشیا ګاسمین ليکلي چې د قبر موندل دا نوره هم اړينه کوي چې چارواکي دې د انتقامي کړنو مخه ونيسي.