په کابل کې پرونۍ (د سېپټېمبر ۳۰مې نېټې) چاودنې یو شمېر نړیوال غبرګونونه پارولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي، د کابل د پروني خونړي برید ترسره کوونکي دې عدالت ته راوستل شي.
یادې ادارې بېګا پر ټویټر لیکلي، چې طالبان باید د ټولو افغانانو د خونديتوب لپاره کړې خپلې ژمنې عملي کړي. د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې هم دا برید وحشتناک او بوږنونکی بللی دی.
د یادې ډلې د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار ویلي، داسې ښکارې چې دوی (طالبانو) د هزاره اقلیت لپاره د امنیت په برابرولو کې سمه دنده نه ده ترسره کړې.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل چې دوی د امنیت لپاره هڅې کوي. د ده په وینا، د تېر یوه کال په ترڅ کې یې د داعش تر ۱۴۰۰ ډېر یاغیان نیولي دي.
دا له هغې وروسته ده چې پرون د کابل په کاج روزنیز مرکز کې د کانکور ازمایښتي ازموینې لپاره پر راغونډ شویو زده کوونکیو برید وشو.
طالب چارواکو پرون وویل چې پېښه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي، خو په ټولنیزو رسنیو کې بیا د ۳۲ تنو وژل شویو تصویرونه خپاره شوي چې ۳۰ یې نجونې او ۲ یې هلکان دي.
بل پلو، په کابل کې د تېرې ورځې خونړۍ پېښې په غبرګون یو شمېر ښځو لاریون هم کړی دی.
معترضو نجونو او ښځو نن (د اکتوبر لومړۍ نېټه) له ټولو محدودیتونو سره سره خپل غږ پورته کړ. د دوی د لاریون موخه، د کابل په لوېدیځ کې په کاج ښوونیز مرکز د برید غندل او د عدالت غوښتنه ده.
د لاریون یوې ګډونوالې ژولیا پارسي د لاریون پر مهال مشال راډیو ته وویل: "زموږ نننی اعتراض په کاج ښوونیز مرکز کې د قرباني شویو نجونو په اړه دی. هدف مو دا دی چې نسل وژنه باید پای ته ورسېږي. یو بدلون باید راشي چې له مخې یې نسل وژنه پای ته ورسېږي. تر هغه چې نسل وژنه پای ته و نه رسېږي او افغانستان کې ځانمرګي کېږي، موږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکړو. دا د خلکو د زړونو د تسلیت لپاره نه کوو، بلکې دا مبارزه ده او زموږ هدف هم واقعي مبارزه کول دي."
خو مېرمن پارسا په خپله فېسبوکپاڼه یوه ویډیو کې چې ژوندۍ خپرېده، ادعا وکړه چې طالب وسلهوالو لاریون کوونکې وهلي او سپکې سپورې یې ورته ویلي.
هغې دا هم وویل چې د شهلا په نوم یوه مېرمن طالبانو په ټوپکو تر دې حده ووهله چې روغتون ته یې یوړه. د دې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو هم خپره شوې چې طالبان د لاریونکوونکو نجونو او ښځو د پاشلو لپاره خورا ډېرې هوايي ډزې کوي.
له طالبانو مو په دې اړه وپوښتل، خو د امنیتي ادارو ویاندویانو یې ځواب رانه کړ.