پاکستان: د کورنیو چارو وزارت د ضمني انتخاباتو پر مهال د ترهګرۍ دپېښو خبرداری ورکړی

د ضمني انتخاباتو دویم پړاو به له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د اکتوبر پر ۱۶مه کېږي: انځور له ارشیفه

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت انتخاباتي کمېشن ته په استول شوي يو ليک کې د ضمني انتخاباتو پرمهال د ترهګرۍ د پيښو خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان ګڼو ورځپاڼو چې پکې ډان او دې نیوز هم شاملې دي، د اکتوبر پر ۱۳مه د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزارت د خط په حواله لیکلي دي چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ پېښو کې ۵۲ سلنه اضافه شوې ده. په لیک کې وړاندې راغلي چې د یادې صوبې په سوات، مردان، بونیر، پېښور، ټانک او لکي مروت سیمو کې وسله وال موجود دي.

ورځپاڼې لیکي، په استول شوي لیک کې د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو کمېشن ته سپارښتنه کړې ده چې د ضمني انتخاباتو پر مهال دې د امنیت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او له احتیاطه دې کار واخیستل شي.

دا هم وګورئ: انتخاباتي کمېشن: پاکستان کې به ضمني انتخابات د اکتوبر پر ۱۶مه کېږي

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي چې د ضمني انتخاباتو دویم پړاو به له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د اکتوبر پر ۱۶مه کېږي. د انتخاباتي کمېشن په وینا، د قامي اسمبلۍ پر اوو، د پنجاب اسمبلۍ پر درو او د کراچۍ ډېوېژن د ټولو ضلعو د دویمې مرحلې بلدیاتي انتخاباتو لپاره بشپړ چمتووالی نيول شوی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر پر اوومه انتخاباتي کمېشن ته د ۹۰ ورځو لپاره د انتخاباتو ځنډولو لپاره یو ليک استولی وو. هغه مهال حکومت د دې ځنډ لامل تر سېلابونو وروسته د بحالۍ چارې او په اسلام اباد کې د احتجاجونو د مخنيوي لپاره د قانون پلي کوونکو ادارو د کسانو او امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کول یاد کړی وو.

دا هم وګورئ: انتخاباتي کمېشن پر تحریک انصاف د ضوابطو سرغړونو تورونو په اړه غونډه کوي

په تازه استول شوي لیک کې دا هم ويل شوي چې په هېواد کې د سېلابونو له وجې پوځ او نور امنیتي ځواکونه له سېلاب ځپلو سره په مرستو بوخت دي.

بل پلو، د پاکستان انتخاباتي کمېشن د اکتوبر پر ۱۱مه په غونډه کې پرېکړه وکړه چې په کورمه کې د حالاتو د خرابېدو له امله هلته د قامي اسمبلۍ د ۴۵مې حلقې انتخابات ځنډوي خو له دې پرته به د قامي اسمبلۍ پر پاتې اووه څوکیو او د پنجاب اسمبلۍ پر درو څوکيو د اکتوبر پر ۱۶مه او د کراچۍ ډېوېژن په ټولو ضلعو کې به د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو د اکتوبر پر ۲۳مه کېږي.