د بونېر خلک وايي حکومت دې د وسله والو د ورتګ مخه ونیسي

د پولیسو یو ډي ایس پي روشان زاده وايي چې په بیلا بیلو سیمو کې یې د پوځ په مرسته د لټون عملیات پیل کړي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په بونیر ضلع کې د وسله والو د فعالیت په اړه د رپورټونو تر خپریدو وروسته ځايي خلک د سیمې د امنیت په اړه انديښمن دي او له تیرو دوه اونیو راهیسې یې په سواړۍ بازار کې د بدامنۍ پرضد احتجاجي لاریونونه ترسره کړي دي.

د بونیر قامي پاڅون یو مشر ډاکټر سیراج کمال د اکتوبر پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې بونیر ته د لوي شمیر امنیتي ځواکونو ورتګ، ګاونډي سوات کې د بدامنۍ پیښو او د سیمې په غریزو سیمو کې د وسله والو هلو ځلو ځايي خلک اندیښمن کړي دي.

ده وویل، هم دا لامل دی چې ځايي‌ خلک له تېرو څو ورځو د بدامنۍ پرضد او د امن لپاره سوله ییز لاریونونه ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړه، "په بونیر کې خلکو ته د قلنګ لپاره ټیلیفونونه کیږي، طالبان په بونیر او د مالاکنډ په ځینو سیمو کې شتون لري، دا اوس چې زه تاسو سره خبرې کوم نو د بونیر په ایلم، دوه سرو، او ټاپ سر غریزو سیمو کې وسله وال فعالیتونه کوي."

دا هم وګورئ: مسید مشران: امنيت ټينګول د امنيتي ادارو کار دی، موږ امن کمېټۍ نه شو جوړولای


بل خوا د بونیر انتظامي او امنیتي مشران وايي چې په بونیر کې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره هلې ځلې کوي او تر دا مهاله یې هلته د وسله والو فعالیت نه دی تر سترګو شوی.

د پولیسو یو ډي ایس پي روشان زاده وايي چې په بیلا بیلو سیمو کې یې د پوځ په مرسته د لټون عملیات پیل کړي او د ځايي ولس په مرسته به د وسله والو فعالیتونو مخه نیسي.

نوموړي زیاته کړه چې په بونیر کې د پولیسو د مرستې لپاره پوځي سرتیري هم موجود دي او د هغوي په مرسته دوی د لټون عملیات کوي.

ده وویل، "په بونیر کې امنیت دی، نه څه ترهګر بریدونه ترسره شوي او نه موږ ته د ترهګرو د موجودګۍ په اړه څه رپورټونه راسېدلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر معظم جاه انصاري تیره اونۍ په سوات کې یو خبري کانفرانس ته ویلي وو چې هلته د سکول پر یو ګاډي وسله وال برید د ذاتي دښمنۍ نتیجه وه.

د وزیراعلا ویاند بیرسټر محمد علي سیف هم په مینګوره کې خبریالانو ته ویلي وو چې نه خو یې له تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي او نه یې هم وسله والو ته سیمې ته د ستنیدو اجازه ورکړې ده.

دا هم وګورئ: رپورټ: پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې ۵۱ فیصده لوړې شوې دي

خو په پیښور کې خبریال او شنونکي عزیز بونیري له مشال راډیو سره په خبرو کې پوښتنه راپورته کړه چې که په سیمه کې وسله وال نشته نو بیا هلته د پوځ د لیږلو څه جواز جوړیږي؟

نوموړي زیاته کړه، "د بونیر او سوات دواړو څخه د حکومتي ګوند د اسمبلۍ غړيو د پاکستان خوندي سیمو ته کډه کړې ده، چې له کبله یې په سیمه کې ناقراري ډیره شوی ده."

په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی او هغوی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې رښتیا یې هم د اسمبلۍ غړو کډې کړې دي‌ او که نه؟

عزیز بونیری وايي، پکار خو دا وه چې انتظامیه خلکو ته اصل صورتحال روښانه کړي خو د ده په وینا، د دې پر ځاي یې په خلکو کې ویره خوره کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د بونیر او سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم وخت په وخت د ترهګرۍ ضد احتجاجونه ترسره شوي او روان دي.

خلک غوښتنه کوي چې حکومت دې د بدامنۍ مخه ونیسي او له تحریک طالبان پاکستان سره د شویو خبرو اترو جزیات دي په ډاګه کړل شي.

خو د خیبر پښتونخوا حکومتي او امنیتي چارواکو وايي چې دوی په صوبه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او په هیڅ صورت به وسله والو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.