په خیبر ضلع کې د بلدیاتي ادارو چېرمینان ګیله کوي چې حکومت تر اوسه ورته د پرمختیايي چارو لپاره پیسې نه دي ورکړي.
د جمرود تحصیل چېرمین سید نواب اپرېدي د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې د انتخاباتو شاوخوا ۱۱ میاشتې پوره کېږي خو پر دې سربېره یې بودیجه نه ده ترلاسه کړې چې له وجې یې کونسلران او تحصیل چېرمینان خپلې چارې نه شي ترلاسه کولای او نهیلي شوي دي.
د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر په ۱۴۷ یونین کونسلو کې انتخابات شوي ول.
اپرېدی زیاتوي چې یوشمېر منتخب استازي د پیسو نه شتون له وجې استعفا ته اړ شوي دي.
په خیبر کې د بلدیاتي حکومتونو چارو ادارې مشر مامون خان د بودیجې نه شتون ستونزه مني خو وايي چې دا یوازې په هغه ضلع نه بلکې د ټولې خیبر پښتونخوا مسله ده.
نوموړي د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې حکومت د تېر او سږني کال بودیجه په یو ځای ورکړي.
مامون خان و نه ویل چې صوبايي حکومت به په څومره موده کې بلدیاتي ادارو ته د پرمختیايي چارو لپاره پیسې ورکړي.
خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او لامل یې د وفاقي حکومت له لوري د صوبې د برېښنا او نورو شیانو د ګټې د پیسو نه ورکول بولي.