په بنو کې د امن لپاره پرلت په شپږمه ورځ هم دوام لري

دا پرلت د ډېسېمر پر پنځمه له د هغې پېښې په غبرګون کې پیل شو چې د نومبر پر ۲۸مه د شپې مهال په میرعلي کې د بنو درې هغه زرګر ووژل چې د سرو زرو کاروبار یې کاوه.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د تاجرانو او ځايي قبایلي مشرانو له خوا د بدامنۍ مخنیوي لپاره پرلت د ډېسېمبر پر لسمه هم دوام لري. دا یې شپږمه ورځ ده.

پرلت وال وايي چې حکومت دې بنو وزیرستان لکي مروت او شاوخوا سیمو کې امنیت ټینګ کړي او د وسله والو د بیا فعالیدو او بریدونو مخه دې ونیسي.

دا پرلت د ډېسېمر پر پنځمه له د هغې پېښې په غبرګون کې پیل شو چې د نومبر پر ۲۸مه د شپې مهال په میرعلي کې د بنو درې هغه زرګر ووژل چې د سرو زرو کاروبار یې کاوه.

په پرلت کې د سوداګرو او قبایلي مشرانو تر څنګ د سیاسي ګوندونو مخکښان، وکیلان، زده کوونکي او عام خلک ګډون لري.

د پرلت والو او حکومتي چارواکو ترمنځ د خبرو اترو څو پړاوونه هم شوي خو څه نتیجه یې نده ورکړې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بنو کې د ناامنۍ ضد پرلت دوام لري

د بنو پرلت یو منتظم او د سوداګرو د اتحادیې غړي ډاکټر عبدالروف قرېشي مشال راډیو ته وویل، دوی په سیمه کې د امنیت لپاره د حکومت له خوا کوټلي ګامونه لیدل غواړي.

ده وویل، "درې مهمې غوښتنې لرو، لومړۍ دا ده چې حکومت دې په سیمه کې امنیت ټینګ کړي، د وژل شویو زرګرانو قاتلان دې ونیول شي او د وژل شویو زرګرانو کورنیو ته دې شهدا پیکج ورکړل شي."

د بنو زرګرانو اتحادیې او پرلت یو مشر شاه وزیر خان مشال راډیو ته وویل چې له انتظامې سره به خبرې او جرګې جاري ساتي‌ خو د ده په وینا پرلت به هغه وخت پای ته رسوي چې ډاډ ترلاسه کړي.

په بنو کې د پوځ او انتظامې چارواکي وايي چې له پرلتوالو سره یې خبرې روانې دي او هغوی ته د امنیت ټینګښت ډاډ ورکوي.

د دوی په وینا، په سیمه کې د امن ټینګ ساتلو لپاره پولیسو او امنیتي ځواکونو په شریکه د وسله والو پرضد کارروايۍ توندې کړې دي.

د دوی په وینا، یوازې په بنو کې نه بلکې په ټوله سیمه کې د امن ساتلو ته ژمن دي او د بنو پرلتوال به هم ډاډه کړي.

خيبر پښتونخوا کې ولې ناامني زياته شوې؟ خيبر پښتونخوا کې ولې ناامني زياته شوې؟

حکومتي او امنیتي چارواکي په وار وار دا ډاډ ورکوي چې دوی به په سیمه کې د وسله والو د فعالیتونو مخه نیسي او د خلکو د ژوند او مال ساتنه به کوي خو د وسله والو بریدونه ورسره روان دي.

د بنو پرلت چې په کومه ورځ پیل شو، په هم هغه شپه یو شمېر وسله وال د بنو د ځونیخېلو (جانیخېلو) په لالي کلي کې په یو کور ورننوتل او هلته یې د اېف سي ځواک یو سرتېری او د هغه زوی وویشتل.

د پولیسو په وینا، وسله والو وروسته د اېف سي سرتېري له جسده سر پرې کړ. دې پېښې په سیمه کې وېره خپره کړې ده او خلک یې اندېښمن کړي دي.

په خیبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د واکمن پاکستان تحریک انصاف او مخالفه ګوندونو غړيو په صوبه کې د امنیت پر خرابېدو اندېښنې څرګندې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د امن لپاره ولس په پراخه کچه لاریونونه او احتجاجي غونډې وکړې.

دوی تور پورې کوي چې حکومت او امنیتي ادارو یې په سیمه کې د وسله والو پر بیا فعالېدو او منظمېدو سترګې پټې کړې دي خو حکومت او امنیتي چارواکي دا تور ردوي.