رانا ثناالله: د اسلام اباد په ځانمرګي برید کې ښکېل کسان مو نيولي

د پاکستان کورنيو چارو وزير، رانا ثناالله - انځور له ارشیفه

د پاکستان کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله ادعا کړې چې په اسلام اباد کې په ځانمرګي بريد کې ککړ کسان نيول شوي دي.

نوموړي د دیسمبر پر ۲۷مه، پر ټويټر ادعا کړې: "په دې حمله کې ښکېل ترهګر نيول شوي دي. ترهګر له قبايلي ضلعې کورمې څخه راغلي وو او په راولپينډۍ کې مېشت وو. يو ټيکسي ډرايور هم نيول شوي وو خو هغه بې ګناه و. موږ څلور، پينځه کسان نيولي دي."

په اسلام اباد کې د دیسمبر پر ۲۳مه په ځانمرګې بريد کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه څلور ژوبل شوي ول. د برید ذمه واري ناقانونه ګرځول شوي وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

پولیس وايي، د هغوی لومړنیو پلټنو موندلې چې په ګاډي کې تر ۱۸ کیلوګرامه پورې چاودیدونکي مواد موجود وو. د پولیسو يو مشر سهیل ظفر چټا رسنيو ته ويلي وو چې د پولیسو پر وخت کار روایۍ د یو لوی ناورین مخنیوی کړی دی.

دا هم وګورئ: جنرال کورېلا: امریکا په پاکستان کې بریدونو اندېښمنه کړې ده

تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې له حکومت سره د جون له لومړۍ نېټۍ پیل کړی اوربند د نومبر په مياشت کې ختم کړ. تر هغه وروسته یې بریدونه زیات کړي دي.

په اسلام اباد کې د بې امنۍ له وېرې، د امريکا، برتانيه، سعودي عرب او اسټراليا سفاروتونو په خبرپاڼو کې له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې غيرضروري ګرځيدل دې نه کوي.

په همدې حال کې د اسلام اباد پولیسو ويلي چې یو ځانګړی امنيتي پلان جوړ کړی دی چې ترمخه يې په ښار کې د تلاشي لپاره عارضي پوسټونه جوړ کړي دي.

د اسلام اباد پوليسو د دیسمبر پر ۲۷مه پر ټويټر ليکلي چې د ښار په ۲۵ ځايونو کې یې چيک پوسټونه جوړ کړي دي او له خلکو يې غوښتي چې سفر پرمهال خپل ځان سره شناختي کارډونه ولري.