ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو يو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو ضد پرېکړې دې بېرته واخلي

افغانستان کې ښځې په یو ورکشاپ کې په کار بوختې دي، ډېسېمبر ۲۰۲۲

په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې طالبان دې د افغان نجونو او ښځو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی وکړي.

د امریکا په ګډون ګڼو اروپايي او غربي هيوادونو يو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو لخوا په غیرسرکاري او بهرنیو ادارو کې د ښځینه کارکونکو پر کار او لوړو زده کړو د بندیز پرېکړه غندلې ده.

د امریکا په ګډون د ګڼو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو د دې پرېکړې په اړه اندېښمن دي، چې له مخه يې د ملي او نړیوالو غیرسرکاري ادارو ښځینه کارکونکي له کار څخه راګرځول شوي دي.

د امریکا، اسټرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، اټلي، جاپان، ناروې، سویټزرلینډ، هالینډ او بریتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې لوړ پوړي پلاوي د د دیسمبر پر ۲۹مه په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي د طالبانو په دې کار سره د میلیونونو هغو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ دې چې په بشري مرستو تکیه کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دیسمبر پر ۲۴ مه په غیر سرکاري ادارو کې د ښځینه کارکونکو په کار بندیز اعلان کړ او وې ویل، چې ټولې ادارې باید دا پرېکړه ومني ګیني د فعالیت جواز به يې لغوه شي. تر هغې مخکې طالبانو د دیسمبر پر ۲۰مه د نجونو لوړې زده کړې تر دویم اعلان پورې و ځنډولې.

د نړیوالو په ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې خپله دغه پرېکړه ژر ترژره بیرته واخلي. په اعلامیه کې ویل شوي: ښځې د بشري مرستو او لومړنیو اړتیاوو په رسولو کې بنیادي رول لري، که هغوی په افغانستان کې د مرستو په رسولو کې برخه وانخلي نو غیر سرکاري ادارې به ونه شي کولای چې په دې هيواد کې اړمنو کسانو ته خواړه، دارو درمل، ژمني توکي، او د ژوند اړوند خدمتونه ورسوي.“

په اعلامیه کې راغلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه به د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري مرستو رسولو چارې هم اغیزمنې کړي، ځکه چې نړیواله ټولنه د مرستو رسولو په چارو کې پر همدغه ادارو تکیه کوي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې طالبانو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو او ازادیو سرغړونو ته دوام ورکړی او له نړیوالې ټولنې سره يې د اړیکو عادي کولو ته لیوالتیا نه ده ښودلې.

د امریکا په ګډون د بیلابیلو هیوادونو په دې ګډه اعلامیه کې د افغانانو د هغه غوښتنو ملاتړ شوی چې له مخې يې باید نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ستنې شي. په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې طالبان دې د افغان نجونو او ښځو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی وکړي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او پر افغانستان واکمن شول. دوی د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې ښوونځي بیا پرانیزې خو نه یوازې یې دا کار نه دی کړی بلکې د نجونو لوړې زده کړې یې هم بندې کړې دي.

د دې تر څنګ، په افغانستان کې د طالبانو حکومت میرمنې تفریحي پارکونو، عمومي حمامونو او ورزشي کلبونو ته هم له ورتګ څخه منع کړي او له شرعي محرم پرته یې د دوی په لېرې واټن سفر هم بندیز لګولی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر لوړو زده کړو د طالبانو بندیز او د افغان نجونو اندېښنې