په واڼه کې زرګونو خلکو د امن لپاره مظاهره وکړه

په مظاهره کې زرګونو ځايي خلکو، ګڼو مخورو قامي مشرانو، سیاسي څهرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم ګډون درلودلو. 

ځینو پښتنو سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر شپږمه د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د ولسي پاڅون په نوم د امن لپاره مظاهره وکړه.

په دې مظاهره کې زرګونو ځايي خلکو، ګڼو مخورو قامي مشرانو، سیاسي څهرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم ګډون درلودلو.

مظاهرې ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل: "پښتون قام د ریاست لخوا په لوی لاس محکوم ساتل شوی دی. خلک د خپلې سیمې د بدې ورځې په اړه هم خبرې نه شي کولی، تر دې حده دوی په ډار کې ساتل شوي دي."

د مظاهرې ګډونوال

نوموړي وویل، د پښتنو سیمو د پرامنه کولو یوازینی حل دا دی چې پښتانه یو موټي او په اتفاق کې شي، هله به دوی د حالاتو مقابله وکړلی شي. منظور پښتین دا هم وویل چې د پاڅونونو دا لړۍ به د پښتنو د لوی اتحاد لپاره لاره هواره کړي.

په دې مظاهره کې د ګډون کولو لپاره له انګور اډې، رغزۍ، کني کوټ، اعظم وارسک او د جنوبي وزیرستان له نورو سیمو نه هم خلک د لاریونونو په شکل کې واڼې ته رسېدلي وو، چېرته چې لاریون د مظاهرې او پرلت بڼه خپله کړه.

دا مشران وايي چې په سیمه کې له څه مودې راهيسې هدفي وژنې، د قلنګونو غوښتنه، نا امني او د خلکو تښتونه دوام لري او دوی له حکومته غوښتنه کوي چې بشپړ امن دې پر ځاي کړي.

مظاهره کونکیو غوښتنه کوله چې د اختطافونو مخنیوی دې وشي

په جنوبي وزیرستان کې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر ایاز وزیر مشال راډیو ته وویل: "دې پرلت ته د زرګونه خلک راغلي، د دوی له سیاست سره هېڅ کار نشته، دا انتخاباتي غونډه نه ده، څوک الیکشن ته نه دی ولاړ، خلک له حکومته امن غواړي."

نوموړی وايي، هغوی له حکومته غواړي چې د اختطافونو مخه دې ونیسي، پولیس دې په وسلو سنبال کړي او د خلکو د سر او مال تحفظ دې ورکړي.

په واڼه کې د جماعت اسلامي ګوند یو مشر ممتاز خلیل مشال راډیو ته وویل: "په نورو ملکونو کې خلک د ځناورو حفاظت کوي، زموږ ریاستي ادارې د انسانانو حفاظت نه شي کولی."

نوموړی وايي، قبایلیان اوس په جمهوري طریقه د مظاهرو او پرلتونو په لار له حکومته د امن راوستلو غوښتنه کوي.

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پیپلز ګوند یو مشر عمران مخلص مشال راډیو ته وویل، د هغوی پرلت به تر هغې دوام کوي چې حکومت ورته د سر او مال د خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړی. نوموړي وړاندې وویل: "نن خلکو نه بجلي غوښته، نه یې ترقي غوښته ، نه یې نور څه غوښتل، صرف او صرف د امن غوښتنه یې کوله. امن موږ د ریاست نه غواړو."

نوموړی وايي، د سیمې خلکو دومره جنګونه لیدلي چې د بل هېڅ کوم جنګ توان په ځان کې نه ویني.

مظاهره کوونکي وايي، تر هغې به یې پرلت روان وي چې حکومت د امنیت راوستلو ډاډ نه وي ورکړی.

خو بل پلو، د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشرانو مشال راډیو ته ویلي، د سیمې د امنیت د ښه کولو او د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره یې وخت په وخت جدي اقدامات کړي دي. دوی خلکو ته ډاډ ورکوي چې د جنوبي وزیرستان امنیتي حالات به زر ښه شي.

په خيبر پښتونخوا کې له تیرو څو میاشتو راهسیې نا امني زیاته شوې ده چې پر ضد يي په سوات، صوابۍ، پیښور او قبايلی ضلعو کې د امن په نامه ولسي پاڅونونه پيل شوي دي. په دې لړ کې د جنورۍ په پنځمه په باجوړ کې مظاهره شوې وه.

په عین حال کې د پاکستان قامي سلامتيا کميټۍ د ډېسېمبر پر ۳۰مه، پريکړه وکړه چې د وسله والو پرضد به کوټلي ګامونه پورته کوي. د وزيراعظم شهباز شريف له دفتره په خپور شوي یو بيان کې راغلي چې "ترهګر د پاکستان دښمان دي او پرضد به یې پوره قوت کارويل کېږي ځکه چې هغوی رياست ته ګواښونه ورکوي."

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا پولیسو په کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ کال کې پر دوی ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. د خیبر پښتونخوا پولیس هر کال د ډېسېمبر په مياشت کې د امنيتي پېښو په اړه کلنی راپور خپروي. دا ځل په خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي. پولیسو ادعا کړې چې په دوی کې د ۹۰ کسانو د نيولو لپاره پولیسو انعامونه اعلان کړي وو.