خوست کې نوي راغلي وزيرستاني کډوال د مرستو غوښتنه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خوست په ګلان کېمپ او نورو سیمو ته د وزیرستانیو کډوالو نوې راغلې کورنۍ غوښتنه کوي چې د نورو کډوالو په شان دې دوی هم بایومیټریک شي، چې دا ډول میاشتنۍ مرستې ورسره پیل شي. بلخوا ته د کډوالو چارو ریاست چارواکي وايي، دوی د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې او د خوړو نړيوال پروګرام له چارواکو د پاتې شاوخوا یو نیم زر کورنیو د بایومېټریک کېدو غوښتنه کړې ده.