په میرامشا کې د یتیمو زده کوونکو لپاره وړیا سکول پرانیستل شوی

د میرامشاه اېف سي سکول وداني - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان په میرامشا ښارګوټي کې د اېف سي پبلک سکول هغو ۱۲۰ زده کوونکیو ته د پاکستان د پوځ په مرسته د وړیا تعلیم او استوګنې بندوبست شوی چې ناداره یا یتیمان دي.

د نوموړي سکول او هاسټل مسوول انجینیر زاهد ممتاز د فبرورۍ په څلورمه نېټه مشال راډیو ته وویل، دم ګړۍ ته د پاکستان د پوځ په مرسته ۱۲۰ نادارو یا یتیمو ماشومانو لپاره دا سهولت برابر شوی دی خو په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د یو مشر مېجر جنرل محمد نعیم اختر په هدایاتو دغلته اووه نورې لیلیې (هاسټلونه) جوړېږي چې ورکې به سلګونو نورو داسې ماشومانو ته د وړیا زده کړو لاره برابره شي. نوموړي وویل چې دا نوې ودانۍ به په میرامشا او میرلي کې جوړېږي.

په میرام شاه کې د اېف سي سکول د ودانۍ یوه څنډه

د سیمې خلک او په ځانګړي ډول هغه ځوانان یا ماشومان چې د زده کړو سره علاقه لري خو د غربت له وجې یې پر مخ نشي وړلی، د پوځ پر دې اقدام خوشاله دي. د ابو درده په نوم یو زده کوونکي مشال راډیو ته وویل، "خوشاله یم چې د وړیا زده کړو موقع تر لاسه کوو. په دې هاسټل کې موږ ۱۲۰ زده کوونکي یو، موږ ټول ناداره او یتیمان یو. زما د زده کړو ډېر ارمان وو خو وس مې نه درلودلو، اوس خوشاله یم چې خپلې زده کړې پر مخ وړم. زه د پوڅ د دې اقدام ستاینه کوم."

په همدې ښوونځي کې اسرار احمد هم زده کړې کوي. نوموړی په اووم صنف کې درس وايي. هغه مشال راډیو ته وویل، ځان بختور ګڼي چې د زده کړو چانس تر لاسه کوي او که همداسې لاره نورو نادارو ماشومانو ته هم برابره شي نو د هغه په وینا د ډېرو ماشومانو د زده کړو ارمانونه به پوره شي.

نادارو ماشومانو ته د وړیا هاسټل بندوبست هم شوی

په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر میجر جنرل محمد نعیم اختر مشال راډیو ته وویل، هغوی غواړي چې د وزیرستان ځوانان تعلیم طرف ته مایل کړي. د نوموړي په وینا په یاده سیمه کې تعلیمي څانګې اقدامات پیل کړي او پوځ به هم په دې څانګه کې سهولتونه برابروي.

د پاکستان پوځ په میرامشا کې نادارو او یتیمو ماشومانو ته د وړیا تعلیم او هاسټل دا سهولت په داسې حال کې برابروي چې د قبایلي سیمو خلکو په وار وار پر پوځ نیوکې کړې دي چې د پوځي عملیاتو له وجې د هغوی د ماشومانو سکولونه وران شوي یا بند شوي دي. هغوی د مظاهرو او پرلتونو له لارې له حکومت نه غوښتنې کوي چې ړنګ سکولونه دې بیا ورغول شي.