د ترکیې او شام په زلزلو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۱،۰۰۰ واوښت

په ترکیې او سوریې کې په زلزلو کې د ژوندي ګېرو کسانو د ژغورنې هیلې د فبرورۍ پر نهمه کمې شوې.

په ترکيې او شام (سوریه) کې د فبرورۍ پر شپږمې په دوو زلزلو کې د وژل شويو کسانو شمېر تر ۲۱،۰۰۰ واوښت.

په ترکیه کې له پېښو او بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د فبرورۍ پر ۱۰مه اعلان وکړ چې د هغو مرګونو زلزلو له امله په هغه هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸،۳۴۲ ته پورته شوی دی.

ياده اداره زياتوي چې د زلزلې په نتيجه کې په هغه هېواد کې ۷۴،۲۴۲ کسان ژوبل شوي هم دي.

بل خوا د ترکيې په جنوب کې له زلزله ځپلو سيمو څخه څه باندې ۷۵،۰۰۰ کسان ايستل شوي دي.

هلته د خلکو ژغورنې او مرستو رسولو په عملياتو کې څه باندې ۱۲۰،۰۰۰ کسان برخه اخلي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ترکیه او سوریه کې زلزله: ګڼ خلک لا هم د ویجاړو ودانیو لاندې دي

په همدې حال کې د شام د حکومت او حکومت مخالفه یاغیانو تر کنټرول لاندې د شمال لوېديزې سیمې ژغورونکي وايي چې په هغه هېواد کې تر ۳،۳۰۰ زیات کسان وژل شوي او لسګونه زره نور ژوبل دي.

د شام زلزله ځپلې سیمې زياتره د ولسمشر بشارالاسد د حکومت د مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې دي او هلته د فبرورۍ پر نهمه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لومړۍ جوپه ور ورسېده.

پر دې برسېره د امريکا په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ترکیې او شام ته د زلزله ځپلو لپاره بشري مرستې لېږدول پيل کړې دي.

دا هم وګورئ:

واورې او يخنۍ د ترکيې په زلزله ځپلو سيمو کې مرستندويه چارې اغېزمنې کړېد ترکيې په زلزله کې لږترلږه ۱۶ افغانان وژل شويد نړۍ بېلابېلو هېوادونو د ترکیې او شام زلزله ځپلو ته مرستې استولې دي

په ترکیې او سوریې کې په زلزلو کې د ژوندي ګېرو کسانو د ژغورنې هیلې د فبرورۍ پر نهمه کمې شوې.

د یخنۍ له امله تر ملبې لاندې د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې عملیات اغېزمن شوي دي. په زرګونو پرېوتو ودانیو کې د ګېرو کسانو د ژغورلو هڅې پر څلورمه ورځ له خنډونو سره مخامخ وې.

کارپوهان وايي تر ۷۲ ساعته وروسته په زلزله کې تر نړېدلو ودانيو لاندې د ګېرو کسانو د ژوندي پاتې کېدو امکان ډېر کم پاتې کېږي.

دا په تېرو لسیزو کې تر ټولو خونړیو زلزلو یوه بلل کېږي.