د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعو اوسېدونکي وايي چې هلته یو شمېر سېلانۍ سیمې لري خو د سهولتونو د نیشتوالې له وجې له سیلګرۍ څخه ګټه نه شي پورته کولی.
د هغوی په خبره که د هیواد د نورو برخو په شان دوی هم هغه سهولتونه لرلی نو سیلګري به د ځايي اوسېدونکو د ګټې یوه غټه ذریعه وه. د شمالي وزیرستان د رزمک یو اوسېدونکی حکم خان چې هلته په یو رستوران کې کار کوي، د فبرورۍ پر ۱۶مه یې مشال راډیو ته وویل چې سېلانیان ورځي خو سهولتونه ورته نه دي برابر. هغه وویل: ” دلته هیڅ نشته، خلک راځي خو سهولتونه نشته، په ګرمیانو کې ډېر سېلانیان راځي په یخنۍ کې هم سږ کال د واورو لیدو ته خلک ورغلي ول خو مسله دا ده چې سهولتونه نه لرو“
رزمک او شوال د شمالي وزیرستان ښایسته سیمې بلل کېږي خو اوسیدونکي یې وايي له دې سربېره هم ګڼې سیمې شته چې زیاته قدرتي ښکلا لري خو وسایل او اسانتیاوې نه لري.
د جنوبي وزیرستان یو ځایي خبریال فاروق مسید مشال رېډیو ته وویل، هلته د سېل ځایونه ډېر دي خو د تګ لارې نه لري.هغه وویل: "د وزیرو اړخ ته یوه ښاسیته سیمه ده چې مسردینه نومیږي، بله د انګور اډې او د دې خواو شاه نورې ډېرې ښایسته سیمې هم دي. له دې پرته خام رنګ او بدر بیا لا ښایسته دي، دا شان په جنوبي وزیرستان کې چلویشتي او سام یې ځینې نورې سېلانۍ سیمې دي او د سېل ځایونه دي. دلته ډېر ښه د ساعت تیرۍ ځایونه یا پکنک سپاټس جوړیدی شي خو له بده مرغه حکومت ورته څه پاملرنه نه کوي او ځایي خلکو هم دې اړخ ته څه پام نه دی کړی."
د خیبر پښتونخوا اووه قبایلي ضلعې دي او هره یوه یې سېلانۍ سیمې، ځانګړي خوراکونه او ښایسته موسمونه لري.د دغو ضلعو ځینې داسې ځوانان هم دي چې په بیلا بیلو قبایلي ضلعو ګرځي او د دغو سیمو ښکلاګانې خلکو ته ښایي. په دغو کې یو علي اختر اپریدی هم دی چې خپل یوټیوب چینل هم لري او پر ټولنیزو رسنیو د قبایلي ضلعو د سېل ځایونه خلکو ته ښایي. علي اختر اپریدي مشال راډيو ته وویل ځایونه شته خو خلک پرې هغسې نه دي خبر نو ځکه یې کوشش دې چې دغه سیمې نړۍ ته ور وښيي.
هغه وویل: ”د ښایست او سېلګرۍ له پلوه په دغو سیمو کې ډېر صلاحیت دی، دا ډېرې زړه راښکونکې سیمې دي، قدرتي ښکلا او ساده ژوند لري. قبایلي سیمې پېښور ته نږدې دي او ورله تګ راتګ هم په اسانه کیدی شي خو سړکونه او لارې یې خرابې دي. نو زه ګڼم که دلته په سېلګرۍ کار وشي موږ ترې ډېره ګټه پورته کولی شو.“
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
قبايلي ضلعې له ۲۰۱۸ز کال وړاندې د اېف سي ار لاندې وې خو د پاکستان په ایین کې د ۲۵م بدلون وروسته د خيبر پښتونخوا برخه وګرځېدلې. هلته د سېلګرۍ په پرمختګ کې امنیتي صورتحال هم یو تر ټولو لوی خڼد بلل کیږي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت په تېرو وختونو کې د قبایلي ضلعو د سېلګرۍ د ودې لپاره پېسې اعلان کړی وی خو د کورمې ضلعې جاوید افضل حسېن چې په پاړه چنار کې یو مېلمستون لري، مشال رېډیو ته یې وویل چې حکومتونه اعلانونه کوي خو عملي کار نه تر سترګو کېږي. هغه وویل: "په کورمه کې ډېر ښایسته ځایونه شته، یوازې پاړه چنار څومره ښایسته دی. خلک چې کله زموږ د سیمو ویډیوګانې او عکسونه وګوري نو راشي، خو چې کله واپس ځي نو خپه وي او هغه ځکه چې دلته سهولتونه نشته. دلته داسې سیمې لکه پاړه چمکني، میکی یا شیر افضان (شلوزان) ډېرې ښایسته سیمې دي خو حکومت پکې د سېلګرۍ د ودې لپاره هیڅ نه دي کړي."
مشال راډيو د قبایلي ضلعو د سېلګرۍ محکمې سره د رابطې کوشش وکړ خو هغوی څه ځواب رانکړ. د تحریک انصاف په مشرۍ کې د خیبر پښتونخوا پخواني حکومت په ۲۰۲۱ز کال کې د قبایلي ضلعو په ګډون د هغه صوبې د سېلګرۍ د ودې لپاره له نړیوال بانک سره یو تړون هم لاسلیک کړی وو چې مقصد یې په هغو سیمو کې سېلګرۍ ته وده ورکول وو خو د قبایلي ضلعو اوسیدونکي وایي هلته په تېرو کالونو کې د سېلګرۍ پر ودې عمل نه دی شوی.