د پاکستان په قامي اسمبلي او سېنېټ کې نن (د فبرورۍ په ۱۷مه) د حکومت پر هغې اضافي بودیجې بحث وشو چې پکې د مالیو زیاتولو وړاندیز شوی دی.
د قامي اسمبلۍ غونډه په اضافي بودیجې د رايو ورکولو پرته وځنډول شوه. د پیسو د نړیوال صندوق یا ايي اېم اېف سره د پورونو د پروګرام د بیا ژوندي کولو لپاره د دې مسودې منظوري اړین دي. غونډه به اوس د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۰مه) مازدیګر پنځه بجې بیا پیلیږي.
راډیو پاکستان پر خپلې ووبپاڼې لیکلي، د فبرورۍ په ۱۷مه په قامي اسمبلۍ کې د بحث پر مهال ویلي، په ګرانبیه عصري ګاډو او وسایلو دې اضافي ټیکسونه ولګول شي او غریب خلک دې ترې بچ وساتل شي. د پارلېمان بل غړي صلاح الدین د بحث پر مهال وویل، دا خبره باید واضحه کړل شي چې د هیواد د ناوړه اقتصادي وضعیت تر شا د چا لاس دی؟ نوموړي وړاندې وویل چې له ايي اېم اېف سره دا تړون تېر حکومت لاسلیک کړی وو چې بیا وروسته ترې په شا شو.
دا هم وګورئ: د پاکستان مالیې وزیر د ۱۷۰ اربه روپيو مالیو لګولو بوديجه وړاندې کړې دهبل پلو، د فبرورۍ په ۱۷مه په سېنېټ کې هم په همدې موضوع بحث وشو. په سېنېټ کې د اپوزیشن ګوندونو مشر شهزاد وسیم غونډې ته د وینا پر مهال وویل، حکومت باید اضافي بجټ وړاندې نه کړي ځکه چې دا به د عامو خلکو ژوند نور هم ګران کړي. نوموړي وړاندې وویل، اوس مهال په پاکستان کې ګراني او انفلاسیون وار له مخې په بې ساري ډول لوړ شوی او که اضافي بجټ منظور وشو نو وضعیت به لا نور خراب شي. هغه په دې خبره اعتراض وکړ چې ملک په اقتصادي ډول په بد حالت کې دی او حکومت بیا هم په د عیش او عشرت پر وسایلو مصرفونه کوي.
دا هم وګورئ: پاکستان د اضافي بودیجې له لارې د ۱۷۰ اربه روپیو ټیکسونه لګويپه پاکستان کې مالي کال د جولای له لومړۍ پیلېږي او د جون تر پایه روان وي. حکومت عموماً په مې یا جون کې د نوي مالي کال بودیجه وړاندې کوي خو په وروستیو کلونو کې یې د اقتصادي مشکلاتو له کبله تر وخت مخکې اضافي بودیجې هم منظورې کړې دي چې له لارې یې نورې مالیې لګولې دي.
پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.
اسلام اباد د بهرنیو پیسو د زېرمو کمښت ته په کتو د یوشمېر شیانو پر درامد بندیز لګولی دی ځکه چې نړیوال کاروبارونه په امریکايي ډالرو، یورو او یوشمېر نورو نړیوالو پیسو کېږي.