په پاکستان کې یوه څیړنیزه اداره چې پر امنیت او کړکېچونو نظر ساتي، په خپل خپور کړي یو تازه راپور کې یې ویلي چې په هغه هیواد کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي دي.
په پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو څېړنیزه اداره (پاکستان انسټیټیوټ فار کانفلېکټ اینډ سیکیورېټي سټدیز) وايي، د روان کال د جنورۍ میاشتې پرتله په فیبرورۍ کې د بدامنۍ پېښې زیاتې وې خو مرګ ژوبله یې نسبتا کمه لرله.
د یادې ادارې مشر سعد خټک د مارچ پر دویمه مشال رېډیو ته وویل، د جنورۍ میاشتې پرتله په فبرورۍ میاشت کې د بدامنۍ پېښې ۳۲ فیصده زیاتې وې خو د جنورۍ میاشتې په مقابله کې په فبرورۍ میاشت کې د مرګژوبلې شمېره ځکه کمه وه چې په جنورۍ کې د پېښور په پولیس لاین کې حملې زیات کسان وژلي ول.
دا هم وګورئ: سوات کې د جماعت اسلامي په مشرۍ د ګرانۍ او ناامنۍ ضد جلسه شوې دهپه راپور کې راغلي دي چې له ۲۰۱۵ز کال راوروسته فبروري لومړنۍ میاشت وه چې د بدامنۍ دومره زیاتې (۸۵) پېښې پکې وشوې. د راپور ترمخه په دغو پېښو کې ۵۲ کسان ووژل شو.
د بدامنۍ تر ټولو زیاتې ۲۲ پېښې د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې شوي. همدا راز په قبایلي ضلعو کې ۱۶ پېښې ثبت شوي چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۹ ژوبل شوي دي. د دې ترڅنګ په سیند او پنجاب کې هم ورته پېښې شوي چې مهمه هغه یې د کراچۍ پولیسو پر یو مرکز برید وو.
دا هم وګورئ: بلوچستان کې وسلوالو څلور کان کیندونکي وژلي ديشنونکي په دې باور دي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې طالبان په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې په پاکستان کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.
په پاکستان کې د بدامنۍ په اړه د څېړنو یوې بلې ادارې سينټر فار ريسرچ اينډ سيکورټي سټيديز د ۲۰۲۲ز کال په اړه په خپل یو راپور کې چې د سږ کال په جنورۍ کې خپور شو، ویلي چې په ۲۰۲۲ز کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۳۷۶ پېښې شوي چې ۲۸۲ کسان پکې وژل شوي دي.
په پاکستان کې د بدامنۍ د پېښو په اړه راپورونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې د هغه هیواد د خېبر پښتونخوا صوبې په بېلا بېلو سیمو کې خلکو د امن د بحالۍ په اړه ولسي پاڅونونه او جلسې کړي دي.
د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي چې د امنیت د ټېنګښت لپاره یې ګامونه پورته کړي دی. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو څېړنیزه اداره په خپل راپور کې دا هم وايي چې په فبرورۍ میاشت کې امنیتي ځواکونو ۵۵ مشکوک وسله وال وژلي او ۷۵ یې ژوندي نیولي دي.