ولسمشر علوي د پنجاب صوبايي اسمبلۍ ټاکنو لپاره د اپریل ۳۰مه نېټه اعلان کړه

ولسمشر عارف علوي دا نېټه د الېکشن کمېشن لخوا د تجویز شویو نېټو له څارلو وروسته غوره کړې ده.

د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي په پنجاب کې د اپریل په ۳۰مه نېټه د انتخاباتو کولو اعلان وکړ.

نوموړي دا اعلان وروسته له هغې کړی چې دپاکستان سترې محکمې د مارچ په لومړۍ نېټه د انتخاباتو کمېشن ته امر وکړ چې په ۹۰ ورځو کې دننه دې په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې انتخابات وکړي.

عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه په لنډه پرېکړه کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."

د سپریم کورټ په پرېکړه کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا ګورنر په صوبه کې د انتخاباتو د نېټې په نه اعلانولو د خپلې اییني ذمه وارۍ سرغړونه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د فبرورۍ پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په سوات کې ويلي ول چې د "روانو ناامنيو له امله" د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې نه شي اعلانولای.

د پاکستان د ولسمشر په رسمي ټویټر حساب کې لیکل شوي، ولسمشر عارف علوي دا نېټه د الېکشن کمېشن لخوا د تجویز شویو نېټو له څارلو وروسته غوره کړې ده.

د مارچ په درېیمه د الېکشن کمېشن لخوا د پاکستان ولسمشر عارف علوي ته لیک استول شوی وو چې پکې ویل شوي ول، د اپریل د ۳۰مې او د مې د اوومې نېټې ترمنځ دې یوه ورځ د انتخاباتو لپاره غوره کړي. د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي چې دا لیک یې د پاکستان د سترې محکمې د پرېکړې په رڼا کې ولسمشر ته استولی وو.

سپریم کورټ ویلي وو، د پنجاب لپاره د انتخاباتو نېټه به ولسمشر اعلانوي ځکه چې د پنجاب ګورنر د صوبايي اسمبلۍ د تحلیلولو حتمي منظوري نه وه ورکړې او د سپریم کورټ مشر قاضي یې د خپلې غاړې نوټس اخیستی وو.

دا هم وګورئ: پېښور های کورټ د قامي اسمبلۍ لپاره ضمني انتخابات وځنډول

الیکشن کمېشن دا هم ویلي دي چې په پښتونخوا صوبه کي د صوبايي اسمبلۍ د عامو ټاکنو د نېټې لپاره یې د هغه صوبې ګورنر ته خط لیکلی دی خو تردې دمه د پښتونخوا د ګورنر لخوا په خېبر پښتونخوا کي د صوبايي اسمبلۍ د عامو ټاکنو نېټه نه ده اعلان شوې.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مرکزي حکومت د فشار اچولو په موخه په جنورۍ میاشت کي په پښتونخوا او پنجاب کي خپل حکومتونه ختم کړي ول او د اییني پروسې لاندې د دواړو صوبو اسمبلیانې هم تحلیل شوې وې.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خیبر پښتونخوا او پنجاب د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ د پینځه کسیزه جرګګۍ تر امر وروسته د زندانونو ډکولو تحریک ختمولو اعلان وکړ. نوموړي د مارچ پر لومړۍ نېټه پر ټوېټر په بیان کې وویل، د سپریم کورټ د فیصلې هرکلی کوي.