امریکا د خېبر پښتونخوا پولیسو سره د مرستو ژمنه کړې

امریکايي سفیر ډانلډ بلوم د خیبر پښتونخوا د پولیسو کار وستایه او د مرستې ورکولو باور یې ورکړ. 

د مارچ پر دوهمه په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو له مشر اختر حیات سره وکتل او ورته یې د نوو وسایلو ورکولو مرستو ژمنه وکړه.

په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ د مارچ پر دوهمه پر ټویټر لیکلي چې په دغه لیدنه کې سفیر د خېبر پښتونخوا خوندي ساتلو په لړ کې د پولیسو د کار وستایه او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یې د مرستې ورکولو باور ورکړ.

د امریکایي سفیر په مشرۍ تللي پلاوي ته پولیس مشر د ترهګرۍ سره د مبارزې څانګې د بحالۍ، د افسرانو لپاره د روزنیز پروګرام او د ترهه ګرۍ سره د مبارزې په اړه مالومات ورکړل.

دا په داسې حال کې ده چې په ورستیو کې د خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د ترهګرۍ په پېښو کې زیاتوالی راغلی او د روان کال د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پولیس لاین په جومات کې ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې وه. د برید په قربانیانو کې زیاتره پولیس سرتېري ول.

د امنیتي چارو پوهان پولیسو ته د نوو وسایلو او مرستو ورکولو کار مهم ګڼي. په پېښور کې خبریال جاوید عزیز څوک چې له ډېرې مودې راهسې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د پولیسو په کارکردګۍ راپورونه جوړوي، وایي د صوبې پولیس د نوې ټیکنالوژۍ په کارولو سره د ترهګرۍ ګڼې هڅې شنډولی شي.

دا هم وګورئ: امریکا خیبر پښتونخوا کې د وړو کاروبارونو پرمختیا پروژه پیل کړې

"پولیس د ترهګرۍ ښکار دي، وسایل ورسره کم دي. بیا هم که وګورو د نایټ ویژن او د نورو وسایلو له وجې پولیسو ځینې حملې ناکامې کړې. که دغه وسایل نه ول، حملې به کیدلې او زیان به اوښت"

په ورستیو کې د امنیت پر چارو نظر لرونکو نادولتي ادارو ویلي چې په پاکستان کې د ۲۰۱۵ز کال راوروسته بدامني ډېره شوې ده. د بدامنۍ په پېښو کې د ولسي خلکو ترڅنګ پولیسو او نور امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

په پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو څېړنیزې ادارې (پاکستان انسټیټیوټ فار کانفلېکټ اینډ سیکیورېټي سټدیز) د ۲۰۲۲ز کال په اړه په خپل یو راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۲ز کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ ۳۷۶ پېښې شوي چې ۲۸۲ امنیتي کسان پکې وژل شوي دي.