د شمالي وزیرستان د سمال خېلو بېکوره شوي خلک وايي چې له تېرو پینځو کلونو راهيسې خپل کلي ته د ستنېدو لپاره د حکومت اجازې ته په انتظار دي.
د سمال خېلو يوه قبايلي مشر ملک فتح الله د مارچ پر ۱۳مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې دوی ته خپل کلي ته د بېرته تګ اسناد ورکړي ول خو پینځه کاله وروسته هم نه دې ستانه کړل شوي.
هغه زیاته کړه:" په ۲۰۱۸ز کال کې زموږ نومونه هم وليکل شو، د بېرته تګ ټوکن هم راکړل شو، موږ ۱،۵۰۰ کورنۍ وې چې اوس يې شمېر زیات شوی دی."
دا هم وګورئ:
شمالي وزيرستان: د دته خېلو اوسېدونکي وايي د ړنګ بازار ودانولو لوظ دې پوره کړل شي پکتيکا مېشتي وزيرستانيان د انګور اډې او غلام خان لارو خلاصېدل غواړيفعالان: شمالي وزیرستان کې تر پوځي عملیاتو وروسته لا هم د بحالۍ چارې نه دي بشپړې شوېنوموړي زیاته کړه چې حکومت ورته هره مياشت د کورنۍ پر سر ۲۰،۰۰۰ روپۍ مرسته ورکوي خو په خبره يې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ګرانۍ له کبله يې په دغو پيسو ورځنۍ ژوند نه تېرېږي.
د سمال خېلو يو بل اوسېدونکي اجمير خان مشال راډيو ته وويل چې د ماشومانو او ښځو يې لوی ارمان خپل کلي ته ستنېدل دي. د ده په خبره، دوی نور د کډوالۍ له ژوند څخه ستړي شوي دي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ م کال کې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نامه پوځي عمليات کړي وو چې له کبله يې تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي وو.
په دوی کې زیاتره د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ولایت ته کډه شوي وو چې زیاتره یې اوس ستانه شوي دي.
خو د دته خېلو اوسېدونکي لاهم د کډوالۍ ژوند کوي. سمال خېل هم د دته خېلو یو کلی دی.
يوه چارواکي چې له رسنيو سره د خبرو اجازه نه لري، د نوم نه ليکلو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د سمال خېلو په ګډون ټول دته خېل سيمې له وسلوالو څخه د پاکولو لپاره عملیات روان دي او ډېر ژر به د دې سيمې خلک ستانه کړي.
د خیبر پښتونخوا د طبعي ناورينونو پر وړاندې د نظم ادارې وياند احسان داوړ هم د مارچ پر ۱۳مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې امنیتي ځواکونه د دته خېلو سيمه له وسلوالو پاکوي او چې کله يې دوی ته وويل چې سيمه پاکه شوه نو دوی به خلک ستانه کړي.