عدالت قاضيانو ته د ګواښ په قضيه کې، د عمران خان د نيولو حکم لغوه کړی دی

عمران خان په يوه جلسه کې - انځور له ارشیفه

د اسلام اباد يو ضلعي او سېشن کورټ د ججانو يا قاضيانو د ګواښلو په قضيه کې د عمران خان د نيولو حکم لغوه کړی دی.

ډان ورځپاڼې ليکلي چې د مارچ پر ۱۴مه عدالت پرېکړه وکړه چې عمران خان دې د مارچ تر ۱۶مې پوره نه نيول کيږي. د پرېکړې تر مخه د عمران خان د وکيل په استدلال سره، د قاضيانو د ګواښلو په قضيه کې عدالت ته د حاضرېدو لپاره وخت ورکړل شوی دی. د عمران خان وکيل ويلي وو چې د امنيتي خطر له وجې یې موکل عدالتونو ته نه شي حاضرېدلی.

د مارچ پر ۱۳مه، د اسلام اباد دوو عدالتونو په جلاجلا قضيو کې د تحريک انصاف د مشر عمران خان د نيولو ناقابل ضمانت وارنټونه جاري کړی وو او پوليسو ته يې د هغه د حاضرلو حکمونه کړي وو.

د اسلام اباد ډسټرکټ اېنډ سېشنز عدالت قاضي ظفر اقبال د عمران خان پرضد د توشه خانې په نوم د قضيې اورېدنه وکړه چې پکې د اسلام اباد های کورټ د حکم سربېره هم عمران خانه ورته حاضر نه شو.

دا هم وګورئ: عمران خان ويلي که انتخابات ژر اعلان نه شي نو د اسلام اباد پر لور به لاريون کوي

په دې مقدمه کې عدالت درې واره عمران خان ورغوښتی وو خو هغه ورته حاضر نه شو. عدالت به د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه پر هغه فردجرم لګاوه خو هغه مهال يې وکيل وويل چې عمران خان نورو عدالتونو ته ځي نو ځکه نشي کولای چې حاضر شي. خو جج د هغه دريځ رد کړ او د عمران خان د نيولو ناقابل ضمانت وارنټ يې جاري کړ او اورېدنه يې د مارچ ۷مې پورې وځنډوله.

خو د مارچ پر ۵مه نېټه د اسلام اباد پوليسو یوه ډله د عمران خان د نيولو لپاره په لاهور کې د هغه کور زمان پارک ته ورغله خو نوموړي ګرفتاري ورنکړه. له دې وروستۍ ده د ناقابل ضمانت وارنټ ختمولو لپاره اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړ چې عدالت د مارچ پر ۷مه نېټه د هغه د نيولو ناقابل ضمانت وارنټ د مارچ تر ۱۳مې پورې وځنډاوه او حکم يې وکړ چې عمران خان دې د مارچ پر ۱۳مه د اسلام اباد ډسټرکټ اېنډ سېشنز عدالت ته حاضر شي.

په همدې حال کې پاکستان تحريک انصاف اعلان کړی چې د مارچ په ۱۹ مه به د لاهور په مینار پاکستان پارک کې جلسه کوي. دا اعلان د دې ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د مارچ ۱۳ مه په لاهور کې د ګوند دپلویانو لاریون ته د وینا پر مهال وکړ او وې ویل چې دغې جلسه به ثابتوي چې ولس له ده سره ولاړ دی او که له حکومت سره.

هغه پر ټويټر خپره کړې ويډيو کې ويلي چې دوه ځل یې د لاريونو کولو تابیه وکړه خو د امنيتي وجوهاتو او حکومت لخوا د ۱۴۴ دفعې لګېدو له امله یې ونه شوای کړلی. د پنجاب حکومت ويلي‌ وو چې د مارچ پر يوولسمه د لاهور انتظامیې په هغه ښار کې د جنايي قانون ۱۴۴مې ماده نافذه کړې ده. د هغې دفعې له عملي کېدو سره پر ولسي غونډو، تر پینځو د زیاتو کسانو په ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګه سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز وي.

د يادونې ده چې عمران خان د مارچ پر لومړۍ نېټه د پنجاب د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ د پینځه کسیزه جرګګۍ تر امر وروسته د زندانونو ډکولو تحریک ختمولو او د انتخاباتي کیمپېن پیلولو اعلان کړی وو.

عدالت د مارچ پر لومړۍ نېټه په لنډه پرېکړه کې ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."

د سپریم کورټ تر پرېکړې وروسته د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د مارچ پر درېیمه ولسمشر عارف علوي ته په یو لیک کې ولیکل چې د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره دې د اپرېل له ۳۰مې څخه د مې تر اوومې پورې یوه نېټه خوښه کړي. ولسمشر د لیک له ترلاسه کېدو سره سم اعلان وکړ چې د اپرېل پر ۳۰مه دې په پنجاب کې د صوبايي‌ اسمبلۍ لپاره انتخابات وشي.

خو په خیبر پښتونخوا کې لا هم د انتخاباتو نېټه نه ده اعلان شوې. د هغې صوبې ګورنر غلام علي د مارچ پر اتمه د انتخاباتو نېټې ټاکلو لپاره د پاکستان انتخاباتي کمېشن له چارواکو سره ولیدل. ګورنر تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په سوات کې ويلي ول چې د "روانو ناامنيو له امله" په صوبه کې انتخابات نه شي کولای.