د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر راشد خان وايي پاکستان ته ماتې ورکول د وياړ خبره ده بلخوا د پاکستانۍ لوبډلې مشر شاداب خان ويلي چې ځوان لوبغاړي یې وارخطا وو.
نوموړي د مارچ پر ۲۶مه په شارجه کې د دريوو شل اووریزو لوبو د لړۍ په دويمه سیالۍ کې، پاکستان ته د افغانستان د ماتې ورکولو وروسته وويل: "پاکستان تکړه لوبډله ده. هغوی ته ماتې ورکول زموږ لپاره وياړ دی. زموږ د لوبغاړو سخته خواري او د افغانانو دعاوې وي چې د لوبو دا لړۍ مو وګټله."
د متحده عرب اماراتو په شارجه کې شوې، دې سیالۍ کې افغانستان پاکستان ته د ۷ ویکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه او دغه لوبډله یې د لومړي ځل لپاره د شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې له ماتې سره مخ کړه.
پاکستان لومړی بېټينګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۳۰ منډې جوړې کړي. د پاکستان لخوا تر ټولو ډېرې منډې عماد وسیم وکړي چې په ۵۷ بالونو ۶۴ وې. د پاکستان لوبډلې مشر شاداب خان ۳۲ منډې جوړې کړې. د افغانستان فضل الحق فاروقي د پاکستان لومړۍ دوه ویکټې په خپل لومړي اور کې ترلاسه کړې چې له وجې یې پاکستانۍ لوبډلې ډير رنزونه ونه کړای شول.
د پاکستان له لوري ټاکل شوی هدف افغان لوبډلې د رحمان الله ګربز ۴۴، ابراهیم ځدراڼ ۳۸، نجیب الله ځدراڼ ۲۳ او محمدنبي ۱۴ منډو پر مټ د لوبې په وروستي اوور کې پوره کړ. فضل حق فاروقي د سیالۍ د غوره لوبغاړي جايزه واخیسته.
د پاکستان ملي لوبډلې مشر، شاداب خان د لوبې تر بايلو وروسته په خپلو خبرو کې وويل چې له لومړي اووره یې ۷۰ فېصده ميچ بایللی وو ځکه چې دوه مهم لوبغاړي یې بغير له کومې منډې جوړولو اوټ شول. هغه زیاته کړه: "زموږ پيل ښه نه وو. ۷۰ فیصده لوبه خو مو هلته بایللې وه. بل فکر کوم زموږ ځوان لوبغاړي وارخطا وو. موږ د تېرې لوبې په څير بيا ښه سیالي ونه شوه کړای."
افغانستان د مارچ پر ۲۴مه، دې لوبو د لړۍ په لومړۍ سیالۍ کې همپاکستان ته ماتې ورکړې وه.
د یادوونې وړ ده چې افغانستان به له پاکستان سره د روانې لوبلړۍ وروستۍ شل اوریزه سیالۍ د مارچ پر ۲۷مه کوي. دا لوبه د پېښور په وخت ماخستن ۹ او د کابل په وخت ۸:۳۰ بجې د متحده عربي امارتو په شارجې لوبغالي کې کيږي.