د ډله ییز امنیت د تړون سازمان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړي کېدو او له افغانستانه د دې سازمان غړو هېوادونو ته د نفوذ کولو په اړه اندېښمن دی.
د دې سازمان سرمنشي ایمانګلي تسماګامبیتوف چې پرون (د مارچ پر ۳۱مه) یې په مسکو کې د ډله ییز امنیت د لوړ پوړو چارواکو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د بېلابېلو تروریستي ډلو تر څنګ هغه وسله وال چې د مخدره موادو په ناقانونه تولید او قاچاق کې لاس لري؛ په افغانستان کې د پیاوړي کېدو په حال کې دي.
د ډلهییز امنیت د تړون سازمان پرون د جمعې په ورځ په خپله ویبپاڼه د ایمانګلي تسماګامبیتوف له قوله لیکلي: "له افغانستان څخه پیچلي ګواښونه د ځانګړې اندېښنې وړ دي."
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا دا نه مني چې ګنې افغانستان کې ترهګرې ډلې د پیاوړي کېدو په حال کې وي او یا هم داسې ګواښ موجود وي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په ضد وکارول شي.
هغه مشال راډیو ته وویل: "اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد استعماله کړي او یا هم دلته تهدید جوړ کړي. په دې اړه مو په کراتو خپل نظر څرګند کړی او یو ځل بیا هم ټینګار کوو چې په دې اړه چې څه خپرېږي یا تصور کېږي، سم نهدي."
د ډلهییز امنیت د تړون سازمان شپږ غړي هېوادونه لري چې روسیه، ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په کې شامل دي.
د دې سازمان د غړو هېواونو ولسمشرانو د تېر کال هم په خپله غونډه کې د افغانستان روان وضعیت ته اندېښنه ښودلې وه او له دې هېواد سره یې د خپلو پولو د امنیت د لا ټینګېدو لپاره د تیاریو خبر ورکړی وو.
دوی پرېکړه کړې وه چې له افغانستان او نورو هېوادونو سره به د خپلو پولو امنیت ټینګوي.
تر دې وړاندې په سیمه کې یو شمېر نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ د زیاتېدو په اړه خپلې اندېښنې روښانه کړي. له دې ډلې هند و پاکستان ویلي، افغانستان کې بهرني ترهګر شته چې اوسمهال د پیاوړي کېدو په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مارچ په اتمه یوه راپور کې وویل، په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۳ ترهګرې ډلې فعالې دي او هغوی به وکولای شي چې په دې هېواد کې امن پټنځایونه پیدا کړي.
دې راپور کې دا هم لیکل شوي وو چې د طالبانو حکومت لهخوا د بهرنیو تروریستي ډلو د فعالیتونو د محدودولو په برخه کې کومې نوې نښې نهدي لیدل شوي او برعکس دا ډلې افغانستان کې په ازاد ډول تګ راتګ کوي.
د دې ترڅنګ د مارچ په ۲۳مه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ'سنټکام' عمومي قوماندان جنرال مایکل کوریلا په افغانستان کې د داعش ډلې احتمالي شمېر ۲۲۵۰ تنه وښود او ویې ویل چې بهرني ترهګر هم په کې شته.
خو د طالبانو حکومت د تل په څېر دا څرګندونې رد کړې او ویې ویل، افغانستان کې هېڅ بهرني ترهګر نهشته. په داسې حال کې چې د تېر کال د اګست په لومړۍ نېټه د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې په کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د بېپیلوټه الوتکې په برید کې وواژه.