د پاکستان د پارلېمان غړي د ممکنه پوځي عملياتو په اړه څه نظر لري؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اپرېل پر اوومه د پاکستان ملي امنيت کمېټۍ پرېکړه کړې وه چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ختمولو لپاره به کوټلي پوځي عمليات کېږي. وروسته د اپرېل پر نهمه د پاکستان وفاقي کابینې هم دغه پرېکړه تاييد کړه. مشال راډيو د پاکستان د پارلېمان له ځينو پښتنو غړو په دې اړه د هغوی نظر پوښتلی.