سوات کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې په چاودنو کې د وژل شويو شمير ۱۶ ته ورسېد

د اپرېل پر ۲۴مه په سوات کې د چاودنې له ځايه يو زخمي روغتون ته وړل کېږي.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې چارواکي وايي چې په کبل کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې په دوو چاودنو کې د وژل شويو شمير ۱۶ ته رسېدلی دی.

د سوات پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور د اپريل پر ۲۴مه د شپې ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د ابتدايي معلوماتو ترمخه، په چاودنه کې دا مرکز ويجاړ شوی دی. هغه زیاته کړه چې چاودنې د ترهګرۍ ضد مرکز په زړه ودانۍ کې د بارودي موادو په يو ډيپو کې شوې دي. په وژل شويو کې ۱۳ پوليس والا او ۳ ولسي وګړي دي.

ګنډاپور وايي چې چاودنې د ترهګرۍ بريد نه ښکاري خو دوی لا هم پلټنې روانې ساتلې دي. د سوات روغتيا ادارې مشال راډيو ته په لېږلو معلوماتو کې ويلي چې په پېښه کې ۵۷ کسان ټپيان دي. د ځينو زخميانو روغتيايي حالت خراب ښوول شوی دی.

د مشال راډيو خبريال وايي چې د چاودنو ځای ته امبولانسونه ورغلي او زخميان روغتونونو ته وړي. د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد پولیسو د مرکز خوا او شا برخې په خپل کنټرول کې اخیستي دي.

د پېښې له ځايه په ژوندۍ بڼه د مشال راډيو معلومات:

په همدې حال کې د پاکستان تحريک انصاف يو سياستوال او پخواني وفاقي وزير مراد سعيد، چې د سوات کبل سيمې سره تعلق لري، ويلي چې د حکومت د ترهګرۍ ضد تګلارو خلاف به مظاهرې کوي. هغه د سوات تر چاودنو لږ وروسته رسنيوو ته په لېږلې ويډيو پيغام کې وويل چې د اپريل پر ۲۶مه به احتجاجونه پيلوي.

مراد سعيد زیاته کړه: "زما په کلي کبل کې همغسې حمله شوې لکه څنګه چې په پېښور کې پر پولیسو شوې وه. موږ له ۱۰ میاشتو راهیسې دا خبرداری ورکاوه چې ناامني زیاته شوې ده. پولیس د ترهګرۍ ضد جګړه کې قرباني کېږي. موږ دې څوک د پرديو د جګړې خشاک نه جوړوي. يو ځل بیا سازش کېږي چې زموږ خلک بې کوره کړل شي."

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان وژل شوي او ۲۲۱ ژوبل شوي ول. په لومړي سر کې د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې خو د سربکف مومند په نوم د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې يو تن پر خپې ټويټر پاڼې ليکلي وو چې هغه برید دوی کړی دی. البته تحریک طالبان پاکستان مرکزي ډلې له هغې حملې سره لاتعلقي اعلان کړې ده.

په سوات کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز مخې ته امبولانس ولاړ دی

د پېښور پولیسو د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاج کړی وو او پر ریاست یې غږ کړی وو چې د ناامنۍ مخنیوی دې وکړي. دوی شعارونه ورکول چې د بريد تر شا چې "کوم نامعلوم کسان دي، هغه موږ ته معلوم دي." د پولیسو دغه احتجاج یو بې ساری عمل بلل کېږي او له شمالي وزیرستانه د پارلېمان غړي محسن دواړ څو ځلې په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر وخت ويلي وو چې د پاکستان پولیس هم د پوځ پر امنيتي پالیسيوو نيوکې کوي او اعتبار پرې نه کوي.

د پاکستان پوځ همېش دریځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې ډيره قرباني ورکړې او د وسلوالو پر ضد بې توپيره کاروايي کوي. د پاکستان پوځ او حکومت د اپرېل پر ۱۴مه د ملي امنيت د کمېټې په غونډه کې ويلي ول چې د وسلوالو پر ضد به هدفي عمليات کوي.

تر دې غونډې يوه ورځ مخکې، په پارلېمان کې د شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان استازو او ځینو نورو د خبرو پر مهال د پوځي عملیاتو پر حکومتي پلان نیوکې کړې وي او اندېښنې یې څرګندې کړې وي. دوی غوښتنه کړې وه چې باید لومړی له هغو پوځي چارواکو سره احتساب وشي، د چا د پریکړو له کبله چې ترهګري ډیره شوې ده.

دا هم وګورئ: پاکستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې تر ټولو ډېر بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي دي

په خيبر پښتونخوا کې له تېر کال راهیسې ناامني زیاته شوې ده. د صوبې د پولیسو د هغه وخت مشر، معظم جا انصاري د جنورۍ پر ۲۶مه په پېښور کې د يوې خبري غونډې پر وخت ويلي وو چې په ۲۰۲۲ز کال کې چې د ناامنۍ کومې پېښې په خیبر پښتونخوا صوبه کې وشوې، ساری یې په تېرو پينځو کلونو کې نه وو لیدل شوی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ز کال له جون مياشتې راهیسې تر ټولو لویې وسلوالې ډلې، تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کړي ول. که څه هم دواړه غاړې اوربند ته ورسېدې خو بريدونه بیا هم کېدل. د ۲۰۲۲ز کال په نومبر مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان مشر، نور ولي مسيد اعلان وکړ چې له دوی سره د مذاکراتو پر وخت شوې وعدې نه دې پوره شوې نو ځکه یې خپلو وسلوالو ته ويلي چې له ځانه په دفاع کې بريدونه بيا پيل کړئ.

د دغو بریدونو په غبرګون کې ځايي ولس لاریونونه او احتجانونه کړي او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.