د اوکراین ولسمشر وايي له چينايي سيال سره يې خبرې "معنا لرونکې" وې

زېلېنسکي او شي جینپینګ تر نېږدې يو ساعت پورې ټېليفونې خبرې کړې دي. پخوانی انځور

د اوکراين ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ويلي چې پر هغه هېواد باندې د روسیې د برید له پیل راهیسې له خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره د هغه لومړۍ خبرې "اوږدې او معنا لرونکې" وې.

نوموړي په داسې حال کې بيان ورکړی چې روسیې د بخموت پر دفاع کوونکو فشارونه زیات کړي چې په ختیځ دونیڅک کې د جګړې ترټولو سخت ځای دی.

زېلېنسکي د اپرېل پر ۲۶مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې "د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره یې اوږده معنا لرونکې ټېليفوني اړیکه درلوده." نوموړي زياته کړې چې د هغه په باور "دا ټېلېفوني اړيکه او همداراز په چین کې د اوکراین د سفیر ګومارل به زموږ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته یوه پیاوړې انګېزه ورکړي."

دا هم وګورئ: جي اووه ټولنې له اوکراینه د غلې د برامد موافقې د مودې غځولو غوښتنه کړې ده

زېلېنسکي د ټیلیفوني اړيکې په اړه نور تفصیل ورنکړ، خو د هغه ویاند، سېرهي نیکیفوروف پر فیسبوک وویل چې دواړو "نېږدې یو ساعت ټېلېفوني خبرې اترې وکړې." د چین دولتي ټېلېويژن (سي سي ټي وي) ويلي چې شي جينپينګ زېلېنسکي ته وویل چې "خبرې او مذاکرات" له جګړې څخه د وتلو "یوازینۍ لار" ده.

چین وايي چې د اوکراين په شخړه کې بې طرفه دی او شي جينپينګ پر هغه هېواد د روسيې د برید له غندلو ډډه کړې ده. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کيربي د شي او زېلېنسکي د ټېلېفوني اړيکې هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې دا به ډېر ژر وي چې وويل شي چې دا به د سولې تړون ته لاره هواره کړي.