د پاکستان رېنجرز ځواکونو نن (د مې پر نهمه) د هغه هېواد پخوانی وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مشر عمران خان په اسلام اباد کې نیولی دی.
د پي ټي ای يو مشر فواد چوهدري پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې عمران خان د اسلام اباد های کورټ له ودانۍ څخه يووړل شو. هغه دې نيونې ته د "تښتونې" نوم ورکړی دی. نوموړي د خپل ګوند پر غړو غږ کړی چې د مظاهرو لپاره لارو کوڅو ته ووځي.
د اسلام اباد پوليسو د عمران خان د نيول کېدو پخلی کړی او ويلي يې دي چې پر نوموړي په القادر ټرسټ کې د مبیینه درغليوو مقدمه وه نو ځکه نیول شوی دی. پوليسو د مې پر نهمه پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې په اسلام اباد کې د هغه هېواد د جنايي قانون د ۱۴۴مې ماده نافذه کړې ده او د سرغړوونکو خلاف به کاروايي کوي.
په پاکستان کې ضلعي انتظامیې او حکومتونه د عامه نظم ساتلو یا د ناامنۍ پېښو د مخنیوي لپاره وخت په وخت د جنايي قانون ۱۴۴مه دفعه نافذوي چې ورسره سم، پر ولسي غونډو، تر پینځو د زیاتو کسانو په ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګه سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز وي.
عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي القادر ټرسټ په ۲۰۱۹ کال کې د القادر پوهنتون د جوړولو لپاره جوړ کړی وو. د پاکستان مشهور د ځمکو او جايدادونو کاروباري، ملک ریاض د هغه مهال وزيراعظم عمران خان سلاکار، زلفي بخاري ته د پنجاب په جهلم کې ۴۶۰ کاناله ځمکه اخیستې وه. بخاري دا ځمکه القادر ټرسټ ته ورکړه. ملک ریاض اعلان کړی وو چې د القادر پوهنتون ټول مصاف هغه پر غاړه اخلي.
د پاکستان د کورنيو چارو اوسنی وزیر رانا ثناالله تور پورې کوي چې دا عمران خان ته د ملک رياض رشوت وو. رانا ثناالله دا تور هم پورې کوي چې القادر ټرسټ د پیسو د سپينولو لپاره جوړ دی او د بسپنو په نامه ورته بې له حساب کتابه پیسې راځي. د پاکستان ملي احتساب ادارې د عمران خان او د هغه د ميرمن بشرا بيبي پر ضد په همدې اساس مقدمه جوړه کړې ده.
د پاکستاني رسنيوو ترمخه، په القادر پوهنتون کې يوازې د ساینسیز او اسلامياتو درسونه ورکول کيږي. دا هم په راپورونو کې راغليچې د عمران خان او بشرا بي بي جوړ کړي دې پوهنتون کې یوازې ۳۷ زده کوونکي سبق وايي. عمران خان د درغليوو تورونه ردوي خو د احتساب ادارې ترمخه، په دې اړه د مقدمو اورېدنو ته نه حاضرېده.
پر ټولنيزو رسنيو ګڼې ويډيوګانې خپرې شوې چې پکې رېنجرز ځواکونه د عمران خان د نيولو په حال کې ښکاري. ځواکونه يوه ښيښه ماتوي او په هغه پسې ورننوځي. هغوی عمران خان تر نيول کېدو وروسته له ځان سره بیايي.
بلخوا د پاکستان جيو ټېلېویژن وايي چې د اسلام اباد های کورټ مشر قاضي عامر فاروق د خان د ګرفتارۍ ازخود نوټس اخيستی او د اسلام اباد د پوليسو مشر او د کورنيو چارو وزارت وفاقي سېکرېټري یې د عمران خان د ګرفتارۍ د وضاحت لپاره ورغوښتی دی.
د عمران خان تر ګرفتارۍ سمدستي وروسته د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې د پي ټي ای پلويانو احتجاجونه پيل کړل. د دې ګوند ځينو مشرانو پر فېسبوک او ټويټر هم پر خپلو پلويانو غږ وکړ چې د ګوند د مشر د ګرفتارۍ پرضد دې راووځي.
احتجاج کوونکو د مردان او کوټې ښار د کنټونټمېنټ په وره کې ځينو املاکو ته زيان ورساوه. هغوی په مردان کې د پوځيانو جوړې شوې مجسمې او په کوټه کې بيا د پوليسو موټر ته اور ورته کړ. بلخوا پر ټولنيزو رسنيو ښکاري چې په کوټه کې د احتجاج پر مهال ځيني احتجاج کوونکي ژوبل شوي دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
تر دې مخکې نن (د مې پر نهمه) چې کله عمران خان په اسلام اباد کې عدالت ته تللو نو پر خپلې ټويټر پاڼې يې په يوې خپرې کړې ويډيو کې وويل چې د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې یې د نيولو کوښښکوي. هغه زیاته کړې وه چې د دې ګرفتارۍ مقصد دا دی چې نوموړی د راتلونکو انتخاباتو لپاره کمپاين ونه کړای شي.
عمران خان په دې ويډيو کې خپل هغه تور پورې کول تکرار کړی وو چې وايي د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) يو افسر یې د وژلو کوښښکوي. خو د پاکستان پوځ ويلي چې دا تور "بې بنیاده" او "د منلو وړ نه" دی.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د مې پر اتمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د پخواني وزیراعظم عمران خان تورونه له ځانه جوړ شوي (جعلي) دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې له شواهدو پرته پر یو برحاله پوځي افسر غیرذمه واره او بې اساسه تورونه لګول د افسوس وړ، خو د منلو وړ نه دي.
عمران خان د مې پر درېيمه په يوه جلسه کې د وينا پر وخت هم ويلي وو چې يو امنيتي افسر یې د وژلو پلان لری. که څه هم په خپله وينا کې نوموړي د چا نوم وانخیست خو تر دې مخکې هغه څو ځل ويلي چې دغه افسر د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) يو افسر مېجر جنرال فیصل نصیر دی.
دا هم وګورئ: عمران خان دعوه کوي چې اېسټیبلېشمنټ یې د بیا واکمنېدو مخه نیسيد ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د پنجاب په وزیراباد کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف پر لاریون ډزې شوې وې چې پکې یو کس وژل شوی وو او د خان په ګډون څو نور کسان ژوبل شوي ول. عمران خان د برید تور د پاکستان پر وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو پر وزير رانا ثناالله او یو پوځي افسر مېجر جنرال فیصل نصیر پورې کړ چې هغوی رد کړ او داراز، د تور پر اساس یې مقدمه هم نه دایرېده.
تر دې وروسته پاکستان سپریم کورټ د پنجاب پولیسو ته امر وکړ چې پر لاریون او خان د برید مقدمه دایره کړي. پولیسو مقدمه درج کړه، خو عمران خان وايي چې د هغه لخوا د اخیستل شويو کسانو نومونه پکې نشته بلکې مقدمه د يو "نامعلوم بریدګر" پر ضد درج شوې ده.
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ ايتلافي حکومت د تحریک انصاف او عمران خان تورونه رد کړل خو په دې اړه یې د پلټنو لپاره يوه ډله جوړه کړې چې تر اوسه یې له بېلابېلو کسانو پوښتنې روانې دي. د پاکستان پوځ هغه وخت هم د عمران خان تورونه "بې بنیاده" بللي او رد کړي وو.
پوځ د مې پر اتمه، په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې عمران خان کولی شي په دې اړه عدالت ته ورشي. "غوښتنه کوو چې دغه سیاستوال دې قانوني لارې خپلې کړي. د درواغو تورونه دې بند کړي. موږ هم حق لرو چې د غلطو او ناوړه بيانونو او پروپيګنډې پر وړاندې قانوني اقدام وکړو."
په بیان کې هم دا راز ویل شوي چې دغه سیاستوال د خپلو سیاسي اهدافو ترلاسه کولو لپاره له تیر یو کال راهیسې د پوځ او استخباراتي ادارو د چارواکو پر ضد پروپېګنډې ته دوام ورکړی دی.