د زرغون خوست فوټبال سيالۍ پای ته رسېدلي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د زرغون خوست په نوم د ۵۰ لوبډلو تر مينځ د فوټبال لوبې، چې نېږدې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې، د خوست مرکز اړوند د "ورغه کلي" لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د یادو لوبو د نندارې لپاره هره ورځ د خوست له بېلابېلو سیمو سلګونه کسان ورتلل او د خپلې خوښې لوبډلې يې په چکچکو او تودو ولولو تشویقولې.