پښتون ژغورنې غورځنګ د ميرامشاه پرلت ځنډولی دی

پرلت د جون پر درېيمه په میرعلي کې پیل شوی وو چې وروسته بیا میرامشاه ته وغځول شو. پخوانی انځور

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې تر مذاکراتو وروسته يې د ميرامشاه پرلت تر يوې اوونۍ پورې ځنډولی دی.

د غورځنګ مشر منظور پښتين د جون پر ۲۵مه پر خپل فېسبوک او ټويټر پاڼو ليکلي چې د احتجاج د ختمولو لپاره د اتمانزو جرګې، میرامشاه پريس کلب او سياسي اتحاد له لارې خبرې اترې روانې وې او د مذاکراتي ډلې په دې شرط پرلت تر يوې اوونۍ پورې ځنډوي چې د ده په وینا، د مردان نيول شوي ملګري به د جون پر ۲۶مه او د شمالي وزیرستان عیدالرحمان، زکيم خان او جلال به په يوه اوونۍ کې دننه خوشي شي.

احتجاج د جون پر درطيمه په میرعلي کې پیل شوی چې د جون پر نهمه ميرامشاه ته يوړل شو.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د جون پر ۲۱مه نېټه پرلت ته د وينا پر مهال دعوه کړې وه چې امنيتي ځواکونو د غورځنګ د شمالي وزیرستان رابطه کار عید رحمان وزیر د مې پر ۳۰مه پر سیدګۍ امنیتي پوسته نیولی وواو د ده په خبره، پوځ د مې پر ۳۱مه د غورځنګ دوه نورغړي جلال خان او زکیم وزیر هم ونيول. تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان په کوم ځای کې ساتل شوي او ورباندې کوم تورونه پورې شوي دي.

د مذاکراتو له لارې د پرلت ځنډولو په اړه حکومت او پوځ په رسمي توګه څه نه دي ويلي، البته په ميرامشاه کې د پوځ يو لوړ پوړې چارواکي چې له رسنيو سرهيې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ليکلو په شرط د جون پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت د خبرو اترو لپاره پرلتوالو ته مذاکراتي ډله نه ده ورلېږلې او د ده په خبره، که دوی د لوی اختر چې د جون پر ۲۹مه دی، لپاره احتجاج ختم کړی وي نو دی ورڅخه خبر نه دی.

نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې له قانون څخه د سرغړونې په تور نيول شوي، تر بشپړو پلټنو وروسته به خوشي شي. البته هغه دا ونه ويل چې پر دغو کسانو کوم تورونه دي او پلټنې کوم ځای ته رسېدلې دي.

خپله د اتمانزو مشر ملک نصرالله هم د جون پر ۲۵مه نېټه پرلت ته په وينا کې وويل چې هغه هيچا نه دی ورلېږلی خو هڅه به کوي چې د غورځنګ نيول شوي کسان خوشي شي.