د طالبانو مشر وايي په افغانستان کې د کوکنارو کر له نشت سره برابر شوی

د طالبانو حکومت په ځينو سيمو کې د کوکنارو کښت وهلی دی. پخوانی انځور

د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام کې ویلي چې له مخدره موادو سره د مبارزې په نتیجه کې په دې هېواد کې د کوکنارو کرکېله له نشت سره برابره شوې ده.

ملا هبت الله اخندزاده په پیغام کې چې د جون پر ۲۵مه یې خپور کړی، ویلي چې د "اسلامي امارت" د رغنده او ګټورو اقداماتو په نتیجه کې په دې هېواد کې د کوکنارو کرکېله له نشت سره برابره شوې او زیاتوي چې هېوادوالو د نړیوالو له مرستې او همکارۍ پرته د معیشیت نورو بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده.

د ارزګان ولایت د خاص ارزګان اوسېدونکی نقیب الله وایي، سږ کال یې د کوکنارو پر ځای په خپله ځمکه غنم کرلي، خو ترلاسه کېدونکی امدن یې دومره نه‌ دی چې ان پر کښت یې لګول شوي لګښتونه هم پوره کړي.

په ارزګان کې د غنمو کروندې

نوموړی وايي: "چې تریاک نه وي، کودونه او شیان ګران دي. غنم خو خپله موږ ته هېڅ شی لا نه جوړوي. د ځمکې د ټکټرو او د کودو پیسې موږ ته غنم نه‌ شي برابولی. په کور کې مثال چې ډېری داسې کورنۍ شته چې درې، څلور منه تاریاک به یې اړول، هغو به یو شی پرې جوړول. ولور به ورباندې وو، نو غنم خو هغه نه‌ شي کېدای، یوازې خوراکه به، یوه بوره به، یو پلمېټ به یا بل شی وکړي، خو غنم نور شی نه‌ شي برابرولی."

دا یوازې نقیب الله نه‌ دی چې د کوکنارو له متبادل کښتونو څخه د کم امدن شکایت کوي بلکې اکثره هغه بزګر چې د کوکنارو کښت ته یې شا کړې له ورته ستونزې سره مخامخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبوایوا هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې ورته ستونزه راپورته کړه او ویې ویل، چې پر اپینو ولاړ اقتصاد د افغانستان د کلیوالي اقتصاد یوه برخه ګرځېدلې او بسپنه ورکونکي باید د متبادل معیشت د هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي چې د کوکنارو پرکر د ممنوعیت له امله یې ګټه زیانمن شویو کروندګرو ته رسېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبوایوا په امنیت شورا کې د وینا پر مهال.

هغې زیاته کړه چې زیات شواهد د دې خبرې ښکارندوي کوي چې د طالبانو له لوري په اغېزمن ډول د کوکنارو پر کښت د لګول شوي بندیز په نتیجه کې د دې هېواد په ډېرو سیمو کې د کوکنارو په کرکېله کې د پام وړ کموالی راغلی.

خو له مشال راډیو سره په خبرو کې یو شمېر بزګرو په وار وار د حکومت او نړیوالو له‌ خوا ورسره د مرستو د نه کېدو شکایتونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم د غبرګولي په نوولسمه پر نړیوالو انتقاد وکړ، چې له هغو کروندګرو سره چې پر ځمکو یې د کوکنارو له کرلو ډډه کړې هېڅ مرسته نه‌ ده کړې.

هغه ویلي، چې حکومت یې د اقتصادي ستونزو له کبله په هغو سیمو کې چې د کوکنارو مخه نیول شوې، لویې پروژې نه‌ شي عملی کولای او له نړیوالې ټولنې غواړي چې له کروندګرو سره د مرستې لپاره د متبادلو کارونو په برخه کې مرسته وکړي.

له دې مخکې له افغانستان سره د بشري مرستو ترڅنګ یو شمېر لورو هم ورته غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د دې هېواد له تر ټولو زیانګالو وګړو سره د بشري مرستو ترڅنګ دې په دې هېواد کې پرمختیایي پروژو ته پاملرنه زیاته شي ترڅو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د طالبانو مشر په دې اختریز پیغام کې همدارنګه ویلي، چې د هر ډول نشه یي توکو پر تولید او استعمال لګول شوي بندیز ډېری هېوادوال په تېره ځوانان د مخدرو توکو له ضرر څخه ژغورلي دي.

هغه ویلي، چې د اسلامي امارت ګڼو ادارو د هغو هېوادوالو درملنه کړې چې په تېرو دوو لسیزو کې په مخدره موادو او نورو نشه يي توکو روږدي شوي وو.

د طالبانو چارواکو د خپلې واکمنۍ په تېرو څه باندې۲۲ میاشتو کې د کابل په ګډون له ډېرو لویو ښارونو په زرګونو په مخدره موادو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په هدف یې په یو شمېر مرکزونو کې چې په ځینو سیمو کې له زندانونو یا توقیف ځایونو هم کار اخیستی، ځای پر ځای کړی دي.

دا هم وګورئ: د خیبر پښتونخوا څلور ضلعو کې د نشه يي توکو د کښت مخنیوي پروژه بشپړه شوه

د طالبانو مشر داسې مهال د مخدره موادو په وړاندې د خپل حکومت مبارزه بریالۍ بولي، چې نن د جون ۲۶مه په نړۍ کې له نشه یي توکو د ناوړه استفادې او غیرقانوني قاچاق په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ټوله نړۍ کې د دې لپاره نمانځل کېږي، چې خلک وهڅوي چې د مخدره موادو روږدیتوب پرېږدي او سالم ژوند ته مخه کړي.

دا ورځ له ۱۹۹۸ کال راهیسې چې د ملګرو ملتونو د یوه پرېکړه لیک له مخې نومول شوې، هر کال په نړۍ کې نمانځل کېږي.

افغانستان چې په تېرو دوو لسیزو کې په نړۍ کې د مخدره موادو یو له سترو تولیدونکو هېوادونو بلل کېده، په سلګونو زره وګړي یې پر مخدره موادو روږدي شوي دي.

که څه هم په دې هېواد کې د روږدو کسانو کره شمېره نه‌ده معلومه، خو په ۲۰۱۹ کال کې اټکل شوی چې ۲،۹ ملیونه افغانان په مخدره موادو روږدي شوي دي.